کندهار ښار ( پژواک، ٢١ کب ٩٣ ) : په کندهار ولايت کې ديوې چاودنې له امله څلور پوليس وژل شوي دي.
د کندهار دا منيه قوماندانۍ وياند ضياء دراني د کب په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه په ميوند ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې وسله والو طالبانو تېره شپه د ميوند ولسوالۍ د بند تيمور په سيمه کې د پوليسو پر پوستو بريدونه کړي وو.
د نوموړي په وينا، کله چې د يادو پوليسو مرستې ته نور پوليس روان وو، نو په لاره يې پر يوه رېنجر موټر چاودنه شوې ده.
درانى وايي چې په دې چاودنه کې څلور پوليس وژل شوي او موټر يې هم ويجاړ شوى دى.
وسله والو طالبانو ددې چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
د يادونې ده چې نن سهار په تخار ولايت کې هم اته پوليس د وسله والو مخالفينو په يوه بريد کې وژل شوي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن