ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکو ته بايد څلور لارې بندې نه شي

چارواکو ته بايد څلور لارې بندې نه شي

author avatar
12 Mar 2015 - 19:05
چارواکو ته بايد څلور لارې بندې نه شي
author avatar
12 Mar 2015 - 19:05

 کابل (پژواک ٢١ کب ٩٣): د ملي امنيت شورا پرېکړه کړې چې له دې وروسته به له استثنايي مواردو پرته لوړ پوړو دولتي چارواکو ته واټونه او څلورلارې بندې نه شي او دولتي چارواکي بايد د ترافيکو قوانين مراعات کړي.

 د ملي امنيت سلاکار محمدحنيف اتمر د يادې شورا په ناسته کې چې نن د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ په ارګ کې تر سره شوه، د لومړيتوبونو او د هېواد د امنيتي او دفاع سکټور بنسټيزو ګامونو نوملړ وړاندې کړ.

 د ولسمشرۍ رياست له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د ملي امنيت شورا دغه نوملړ تصويب کړ او ورته مهال يې اړونده چارواکو ته دنده وسپارله چې په دې اړه د ملي امنيت شورا ته خپل راپور وړاندې کړي او دغه نوملړ باندې د همېشه مودې پر بنسټ غور وکړي.

 په دغه ناسته کې د ملي امنيت شورا د دفتر مرستيال محمدابراهيم قاسمي د لوړ پوړو دولتي چارواکو لپاره د تېرېدو د ليکي پر ځاى د هغې لپاره بديله طرحه وړاندې کړه چې په دې اړوند له غور او څېړنې وروسته پرېکړه ونيول شوه چې له استثنايي مواردو پرته بايد د لوړپوړو دولتي چارواکو لپاره سرکونه بند نه کړل شي.

 په دغه غونډه کې ټينګار شوى چې لوړپوړي دولتي چارواکي له سړکونو څخه د تېرېدو پر مهال ترافيکي اصول مراعات کړي، څو د ترافيکي ګڼه ګوڼې او کابل ښاريانو لپاره ستونزې رامنځته نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د يو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو د تګ راتګ پر مهال د کابل ښار سړکونه د عامو وګړو د موټرو پر مخ تړل کېږي او خلک له سختو ستونزو سره مخ کوي.

دغه راز د ملي امنيت د سلاکار دفتر، يادې غونډې ته د شکنجې د له منځه وړلو پروګرام هم وړاندې کړ او د ملي امنيت شورا د دې خبرې په ټينګار سره چې شکنجه او ځورونه په هيڅ وخت کې هم د منلو وړ نه ده؛ د شکنجې د له منځه وړلو پروګرام تصويب کړ او له ټولو اړونده دولتي ارګانونو څخه يې وغوښتل چې په عملي کولو کې کلک ګامونه پورته کړي.

 د ملي امنيت شورا په غونډه کې وويل شول چې دغه پروګرام په بېلابېلو پړاونو وېشل شوى او د دغه پروګرام په چوکاټ کې د شکنجې فرهنګ د له منځه وړلو لپاره بايد عملي ګامونه پورته شي.

 له هغه وروسته د ملي امنيت شورا د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې د کمښت د پاليسۍ طرحه يادې غونډې ته وړاندې کړه.

 د ملي امنيت شورا د ځواکونو د مرګ ژوبلې د راټيټولو پاليسۍ چوکاټ هم تصويب کړ او د هېواد له هر امنيتي ارګان څخه يې وغوښتل، څو دغه طرحه د اړونده ارګانونو ځانګړو شرايطو ته په پام سره د يوه عملي پروګرام په ډول بدله کړي او ملي امنيت شورا ته د هغو د عملي کولو په اړه خپل راپورونه وړاندې کړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.