ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې ٧سيمه ييز پوليس او ٧وسله وال طالبان وژل شوي

غزني کې ٧سيمه ييز پوليس او ٧وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
13 Mar 2015 - 10:10
غزني کې ٧سيمه ييز پوليس او ٧وسله وال طالبان وژل شوي
author avatar
13 Mar 2015 - 10:10

غزني ښار (پژواک ٢٢کب ٩٣) : د غزني ولايت چارواکي وايي چې په ده يک ولسوالۍ  اووه سيمه ييز پوليس او اووه وسله وال طالبان وژل شوي دي. 

د غزني د والي مرستيال محمد علي احمدي د کب په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا درې بجې وسله والو طالبانو د غزني په ده يک ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.

ده وويل چې په دې بريد کې اووه وسله وال  طالبان او اووه سيمه ييز پوليس وژل شوي دي ، شپږ وسله وال طالبان او دوه سيمه ييز پوليس ټپيان شوي دي.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ هم ياده جګړه تاييدوي ، خو وايي چې په دې پېښه کې څلور طالبان او اووه سيمه ييز پوليس وژل شوي او دوه سيمه ييز پوليس او اته وسله وال طالبان ټپيان دي.

  ده زياته کړه چې دغه بريد د شپې درې بجې د ده يک ولسوالۍ په عالم کلا سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر يوې لويې پوستې شوى دى.

د يادې سيمې يوه اوسېدونکي عبدالله پژواک اژانس ته وويل چې دغې جګړې تر سهاره پورې دوام درلود ، د دقيقې مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.