ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يرغملو د خلاصون لپاره د غزني قومي مشران زابل ته تللي

د يرغملو د خلاصون لپاره د غزني قومي مشران زابل ته تللي

author avatar
14 Mar 2015 - 18:28
د يرغملو د خلاصون لپاره د غزني قومي مشران زابل ته تللي
author avatar
14 Mar 2015 - 18:28

غزني ښار (پژواک ۲۳ کب ۹۳): د غزني چارواکي وايي، د ٣١ يرغمل شويو مسافرو د خلاصون لپاره د غزني د ولايتي شورا د مرستيال په مشرۍ د قومي مشرانو يوه ٢٥ کسيزه ډله زابل ته تللې ده. 

وسله والو، چې ويل کېږي په داعش پورې تړلي دي، د کب په څلورمه دغه مسافر د کابل – کندهار پر لويه لاره د غزني په شاه جوى ولسوالۍ کې له موټر څخه ښکته کړل او نامعلوم لور ته يې يوړل. لا هم د دوى د تښتولو مسووليت چا نه دى منلى.

افغان امنيتي ځواکونو د هغوى د خوشې کولو په موخه، نهه ورځې وروسته د زابل په دوو ولسواليو خاک افغان او ارغنداب کې عمليات و کړل، چې په لړ کې يې يو شمېر بهرني وسله وال ووژل شول، خو د تښتول شويو کسانو څرک لا هم نه دى لګېدلى.

که څه هم د غزني ځينو چارواکو او يو شمېر اوسېدونکو ويلي، چې د برمته شويو له ډلې يو شمېر يې د زابل له خاک افغان ولسوالۍ څخه د غزني ناوې، ګېلان او اب بند ولسواليو ته لېږدول شوي، خو لا هم موضوع ګونګه پاتې ده.

د غزني ولايت سرپرست موسى خان اکبرزاده وايي، تېره ورځ د يرغمل شويو مسافرو د خلاصون لپاره د غزني د ولايتي شورا د مرستيال په مشرۍ د قومي مشرانو يوه ٢٥ کسيزه ډله زابل ته تللې ده. 

هغه زياتوي: “څو ځله د غزني او زابل ولايت قومي مشرانو له دې خلکو (تښتوونکو) سره خبرې وکړې، خو کومه پايله يې نه ده ورکړې، خو دا ځل امېد شته چې موږ يوې نتيجې ته ورسېږو”.

د غزني ولايت سرپرست وويل، چې زابل ته تللى پلاوى به لومړى هلته له قومي مشرانو سره خبرې وکړي، ترڅو له تښتوونکو سره د خبرو زمينه برابر کړي او وشو کولى، يرغمل شوي کسان بېرته خپلو کورنيو ته ستانه شي.

يوه قومي مشر چې د دې پلاوي غړى دى او نه غواړي نوم يې خپور شي، پژواک ته وويل چې دوى اوسمهال په زابل کې له قومي مشرانو سره پر خبرو بوخت دي او ډېر ژر به په داعش پورې تړلو وسله والو ته د خبرو لپاره ورشي.

ده زياته کړه: “موږ د زابل د قومي مشرانو خبرې واورېدې، نو امېد شته چې دا خلک موږ سره خبرو ته حاضر شي”.

هغه همداراز وويل، د خبرو په ترڅ کې به دا هم څرګنده شي، چې د برمته کولو لامل څه دى او دوى د هغوى د خوشې کولو په بدل کې څه ترلاسه کول غواړي.

د غزني اوسېدونکى حسن رضا، چې ورور يې په برمته شويو کسانو کې دى، وايي، د ورور له برمته کېدو راهيسې يې په کور کې د غم ټغر خپور دى.

هغه زياتوي: “هر وخت مو دروازې ته سترګې نيولي وي، چې اوس به راشي، اوس به راشي”.

برمته شوي کسان د غزني د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکي دي او د خوشې کولو لپاره يې د غزني قومي مشرانو تردې وړاندې هم په زابل کې له داعش وسله والو سره خبرې هم کړې دي، خو کومه پايله يې نه ده لرلې.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.