ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قومي مشران: د غني خېلو په عملياتو کې ملکي کسان وژل شوي

قومي مشران: د غني خېلو په عملياتو کې ملکي کسان وژل شوي

author avatar
14 Mar 2015 - 16:28
قومي مشران: د غني خېلو په عملياتو کې ملکي کسان وژل شوي
author avatar
14 Mar 2015 - 16:28

جلال اباد (پژواک، ۲۳ کب ۹۳): د ننګرهار د شينوارو يو شمېر قومي مشرانو په احتجاجيه غونډه کې د غني خېلو وروستي عمليات وغندل او يادونه يې وکړه چې په يادو عملياتو کې داعش وسله وال نه، بلکې څلور ملکي وګړي وژل شوي.

د کب په ۲۲مه د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وياند نعمان هاتفي د پژواک خبري اژانس په ګډون يو شمېر رسنيو ته ويلي وو چې د غني خېلو په ګولايي سيمه کې د عملياتو پر مهال ۹ تنه د داعش غړی وژل شوي او ۱۲ ټپيان شوي دي.

د غني خېلو په ګډون د شينوارو د ولسواليو  لسګونه قومي مشران په همدې غبرګون د کب په ۲۳مه جلال اباد ته راغلي وو او په يوه احتجاجيه غونډه کې د ولايتي شورا غړو ته وويل چې په دغو عملياتو کې ملکي کسان وژل شوي دي.

د شينوارو يوه قومي مشر مولوي ضياءالله حکيمي په ياده غونډه کې وويل: ((دا قومي مشران دلته په دې راغلي چې موږ د غني خېلو وروستيو عملياتو خپه کړي يو، ملکي خلک شهيدان شوي او د قران کريم بې حرمتي شوې، په ډزو لګېدلي دي.))

د نوموړي په وينا، دا عمليات د يوه ځايي ملک پر کور شوي چې د ده په ګډون په کې څلور ملکي کسان وژل شوي دي.

د اچين ولسوالۍ قومي مشر سيدحکيم په دې غونډه کې د حکومت پر چارواکو سختې نيوکې وکړې او په اداري فساد يې تورن کړي او غوښتنه يې وکړه چې د دې پېښې پوښتنه دې وشي.

ده زياته کړه: ((دا جرم دې ثابت کړي.))

د غني خېلو قومي مشر وکيل بابا وويل: ((د نيازګل په نامه قومي مشر نه طالب وو او نه داعش، خو په دې عملياتو کې وژل شوی. د ده د کورنۍ دوه غړي چې د ملي اردو سرتېري دي او کور ته په رخصتۍ راغلي، هغوی هم وژل شوي،د حکومت معلومات غلط و بيا يې د داعش نوم پرې کېښود.))

يو بل قومي مشر حاجي ذال يادونه وکړه: ((دوی وايي چې نهه داعشيان مو وژلي او ۱۲ مو ټپيان کړي، نو مهرباني وکړئ هغه مړي دي راوښيي، دا سيمه خو محاصره وه هغه ټپيان چېرته ولاړل؟))

دغو کسانو د اجتجاجي غونډې په ترڅ کې غوښتنه وکړه چې، د وژل شوو کسانو له کورنيو سره دې حکومت مرسته وکړي، د قران کريم د بې حرمتۍ کوونکي دې محاکمه شي، د پېښې د ټپيانو درملنه دې وشي، په راتلونکي دې د داسې پېښو مخه ونيول شوي او د داعش په نامه د وژل شوو مړي دې ولسونو ته وښودل شي.

د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال ډاکټر ناصر کامه وال د ولايتي شورا د استازيتوب احتجاج کوونکو ته وويل چې په دې تړاو يې له ولايتي ادارې سره خبرې کړي او هغوی له کابل د ملي دفاع وزارت پلاوی راغوښتلی دی.

نوموړي غونډوالو ته په خطاب کې وويل: ((موږ او تاسو به دا مسئله په ګډه له ولايتي ادارې سره وڅېړو او څرنګوالی به يې معلوم کړو.))

بلخوا د ۲۰۱سېلاب قول اردو وياند نعمان هاتفي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((په دې عملياتو کې وژل شوي او ټپي کسان وسله وال مخالفين دي، زموږ له کشفي ادارو سره د وژل شوو کسانو  په تړاو لېستونه شته دي، که خلک وايي چې ملکي کسان دي دوی يې ثابت کړي چې دا وژل شوي مخالفين ملکي کسان دي.؟ افغان امنيتي ادارې د ملکي کسانو د ساتنې لپاره هره ورځ قرباني ورکوي. ))

نوموړي د ځايي قومي مشرانو دا ادعا هم رد کړه چې ګنې د عملياتو په ترڅ کې د وژل شوو ځايي ملکي وګړو په ډله کې دوه تنه د ملي اردو هغه سرتېري هم وو چې په رخصتيو خپله کور ته ورغلي وو.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.