جلال اباد (پژواک، ٢٣ کب ٩٣): په ننګرهار ولايت کې د يوې چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.
په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند نعمان هاتفي د کب په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن له غرمې وروسته د شېرزادو ولسوالۍ په هاشم خېلو سيمه کې پر ملکي موټر شوې ده.
هغه زياته کړه چې د هاشم خېلو په خول سيمه کې د سړک غاړې ماين پر يوه ملکي موټر چاودلى چې له امله يې درې ماشومان وژل شوي دي.
د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې څلور ماشومان او دوه سړي ټپيان شوي چې د ملي اردو په امبولانسونو کې نږدې روغتونو ته ولېږدول شول.
هاتفي د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه معلومات نه درلودل خو زياته يې کړه چې دا ماين د وسله والو مخالفينو له خوا ځاى پر ځاى شوى و.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن