ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنځه ولسي ځواکونه او ملکي وګړي وژل شوي

پنځه ولسي ځواکونه او ملکي وګړي وژل شوي

author avatar
14 Mar 2015 - 14:47
پنځه ولسي ځواکونه او ملکي وګړي وژل شوي
author avatar
14 Mar 2015 - 14:47

مېمنه- فيروزکوه (پژواک ٢٣ کب ٩٣): سيمه ييزو چارواکو په غور او فارياب ولايتونو کې د پنځو ملکيانو او د حکومت د ولسي سرتېرو له وژل کېدو او همدارنګه د فارياب-بادغيس لارې له تړل کېدو خبر ورکړى دى.

د فارياب د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمدنعيم اندرابي وايي چې په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د حکومت يو ولسي سرتېرى له طالبانو سره د جګړې پر مهال وژل شوى او يو بل ټپي شوى دى.

خو يوې بلې امنيتي سرچينې چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې نښته کې د دولت دوه ملاتړ کوونکي وژل شوي دي.

ولسي ځواکونه هغه چا ته ويل کې چې په خپلو پيسو يې وسلې پېرلې وي او د دولت په ملاتړ د وسله والو مخالفينو پر وړاندې جګړه کوي.

خو د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په پېښه کې څلور پوليس وژل شوي او ٦ نور ټپيان دي چې د هغوى درې موټرسايکل هم د دوى لاس ته ورغلي دي.

هغه دغه راز په المار ولسوالۍ کې هم د يوه پوليس د وژلو ادعا کړې ده.

خو د امنيت امر وايي چې هغه پوليس نه و، بلکې يو ملکي وګړى و چې په پټيو کې د کار پر مهال د طالبانو له خوا پر ډزو وژل شوى دى.

د امنيت امر همدارنګه په قيصار ولسوالۍ کې د فارياب-بادغيس لويې لارې له تړل کېدو هم خبر ورکړى او ويلي يې دي چې وسله والو طالبانو د يادې لويې لارې په ځينو سيمو کې ماينونه ځاى پر ځاى کړي او دوى د ماينو تر پاکولو چا ته د تګ راتګ اجازه نه شي پرې ورکولى.

خو طالبان ادعا کوي چې ياده لويه لار د دوى او دولتي ځواکونو تر منځ د جګړې له امله چې تر اوسه پورې دوام لري، بنده شوې ده.

بلخوا پرون شپه د غور د دولينه او شهرک ولسواليو تر منځ پر يوې امنيتي پوستې د وسله والو مخالفينو د بريد په ترڅ کې دوه ملکيان وژل شوي دي.

د غور د امنيې قوماندانۍ يوې امنيتي سرچينې چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې د پوستې پوليس پر دوى باندې د بريد پر مهال له سيمې تښتېدلي او څرګنده نه ده چې په پوسته کې دوه موجود کسان مېلمانه و او که نور څوک.

سرچينې زياته کړه چې طالبانو د پوستې وسلې او مهمات هم له ځان سره وړي دي.

د غور د والي وياند عبدالحى خطيبي پر ياده پوسته باندې د وسله والو بريد منلى او د مرګ ژوبلې په اړه يې بې خبري څرګنده کړه.

خو د وسله والو طالبانو وياند ادعا کوي چې په دې پوسته باندې د بريد په ترڅ کې شپږ پوليس وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي او دغه راز يې دوه درنې وسلې، درې کلاشينکوفونه او ځينې مهمات هم تر لاسه کړي دي.

هغه دغه راز په تيوره ولسوالۍ کې د اربکيانو د يوه قوماندان فضل احمد له وژلو هم خبر ورکړى، خو د غور چارواکو بيا د هغه د مرګ ادعا رد کړې ده.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.