ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې له لېنکن ښوونيز مرکزه ٢٠٠ کسان فارغ شول

په خوست کې له لېنکن ښوونيز مرکزه ٢٠٠ کسان فارغ شول

author avatar
14 Mar 2015 - 14:52
په خوست کې له لېنکن ښوونيز مرکزه ٢٠٠ کسان فارغ شول
author avatar
14 Mar 2015 - 14:52

خوست ښار (پژواک، ٢٣ کب ٩٣): په خوست کې د لېنکن له ښوونيز مرکزه د يو شمېر نجونو په ګډون ۲ سوه زده کوونکي د کمپيوټر او انګليسې ژبې د زده کړو له پروګرامونو فارغ شول.

د کمپيوټر او انګليسي ژبې د زده کړې پر دغو فارغينو د کب په ٢٣مه، د يو لړ مراسمو په ترڅ کې، چې والي او نورو چارواکو په کې ګډون درلود، تصديق پاڼې ووېشل شوې.

د لېنکن ښوونيز مرکز مشر نصيراحمد روښان د يادو زده کوونکو د فراغت د مراسمو پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې دا ۲ سوه زده کوونکي د دغه مرکز ۱۳مه دوره فارغين دي.

نوموړي وويل چې په ياد شمېر کې ۱۵۰ زده کوونکي د کمپيوټر په شپږ مياشتني او پاتې ۵۰ کسان د يو کلن پروګرام په ترڅ کې د انګليسي ژبې له زده کړو فارغ شوي چې ۱۲ يې نجونې دي.

روښان زياته کړه: ((په دې مرکز کې ټولو زده کوونکو ته په وړيا ډول زده کړې ورکول کېږي. زموږ موخه دا ده چې هر څوک له عصري زده کړو برخمن شي او د خدمت جوګه وګرځي.))

له ياد شوي ښوونيز مرکز څخه يو تن فارغ زده کوونکي نورالله پژواک اژانس ته وويل، چې په تېرو شپږو مياشتو کې يې د کمپيوټر مهم او بنسټيز پروګرامونه زده کړي دي.

هغه وويل: ((وينډوز، د آفېس ټول پروګرامونه او ځينې نور هغه مو په شپږ مياشتني پروګرام کې زده کړي دي. موږ کولای شو، دفتري کارونه په ډاډه زړه ترسره کړو.))

د سپېرې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي محمد خان له پژواک اژانس سره په خبرو کې پر لېنکلن ښوونيز مرکز سربېره له نورو ټولنو هم وغوښتل، چې دا ډول وړيا ښوونيز پروګرامونه برابر کړي.

د خوست لېکلن ښوونيز مرکز شاوخوا شپږ کاله مخکې په افغانستان کې د امريکا د سفارت له لوري جوړ شوی چې پر ښوونيزو پروګرامونه سربېره، ځيني نور ټولنيز فعاليتونه هم ترسره کوي.

د ياد مرکز مسوول نصيراحمد روښان وايي چې په دغه مرکز کې تر اوسه ۷۰۰۰ کسان د انټرنېټ،  ۲۷۰۰ کسان د کمپيوټر او سلګونه نور د انګليسي ژبې له زده کړو فارغ شوي دي.

د دغه ولايت يوه مدني فعال محمدزمان نظري دا ډول ښوونيز مرکزونه چې وړيا او پر اسانتياوو سمبال زده کړې ورکوي، د افغاني ټولنې، په ځانګړي ډول د بې وزله خلکو لپاره ډېر مهم وبلل.

نظري زياته کړه، هغه زده کوونکي چې په کورسونو کې د فيس ورکولو وس نه لري، هغوی له دې زرينې موقع ښه ګټه پورته کولای شي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.