ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ميدان وردګو کې د سوداګرۍ خونې څانګه پرانيستل شوه

په ميدان وردګو کې د سوداګرۍ خونې څانګه پرانيستل شوه

author avatar
14 Mar 2015 - 16:42
په ميدان وردګو کې د سوداګرۍ خونې څانګه پرانيستل شوه
author avatar
14 Mar 2015 - 16:42

ميدانښار (پژواک، ٢٣ کب ٩٣): په ميدان وردګو ولايت کې د سوداګريزو چارو د پراختيا په موخه د لومړي ځل لپاره د سوداګرۍ خونې څانګه پرانيستل شوه.

د ميدان وردګو د سرپرست والي وياند عطاء الله خوږياڼي د کب په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې مراسمو کې سرپرست والي عبدالمجيد خوږياڼي، د بېلابېلو ادارو د مسوولينو او پر سوداګرو سربېره د افغانستان د سوداګرۍ خونې لومړی مرستيال خان جان الکوزي، د خصوصي سکتور غړو، د ولسي جرګې غړو او نورو برخه اخيستې وه.

سرپرست والي عبدالمجيد خوږياڼي له سوداګرۍ خونې مننه وکړه چې د دې ادارې يوه څانګه يې په ميدانښار کې پرانيسته.

ده زياته کړه چې په دغه ولايت کې د سوداګرۍ خونې ادارې لپاره دوی يو جريب ځمکه له وړاندې ځانګړې کړې او د دې خونې له پرانيستې سره سم به سوداګر وهڅوي تر څو پرې د ميدان وردګو د سوداګرۍ خونې ادارې لپاره ودانۍ جوړه کړي .

هغه ميدان وردګ د سوداګرو لپاره يو مهم ولايت وباله او زياته يې کړه چې سوداګر کولای شي په دغه ولايت کې په قانوني ډول د کانونو،کرنې او مالدارۍ برخه کې پانګونه وکړي او له دغه لارې خپلو سوداګريزو چارو ته پرمختګ ورکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې لومړي مرستيال خانجان الکوزي وويل چې د سوداګرۍ خونه د دولت او خصوصي سکتور ترمنځ د پله بڼه لري .

ده زياته کړه چې د هېواد ۲۱ ولايتونو لپاره يې د سوداګرۍ خونې ودانۍ جوړې کړې او په نږدې راتلونکي کې به د ميدان وردګو په ګډون لس نورو ولايتونو ته د سوداګرۍ خونې لپاره ودانۍ جوړې کړي .

ده زياته کړه، د دوی ادارې د ميدان وردګو د ولايتي شورا پخوانی رييس او سوداګر محمدرفيع وردګ د دې خونې د سرپرست رييس په توګه ټاکلی او په نږدې راتلونکي کې د اداري پلاوي ټاکلو په موخه ازادې ټاکنې ترسره کړي.

د ولسي جرګې غړو عبدالمجيد وردګ او عبيدالله کليمزي هم د ولسونو په استازۍ د دې خونې په پرانيستلو خوښي وښوده او په خپله برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

د ميدان وردګو ولايت د سوداګرۍ خونې سرپرست رييس محمد رفيع وردګ پژواک خبري اژانس ته وويل هڅه به وکړي څو د دغه ولايت د سوداګرۍ خونې لومړنۍ چارې په ښه توګه پرمخ بوځي تر څو ژر د ازادو ټاکنو له لارې اداري پلاوي ټاکلو ته زمينه برابره شي .

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.