ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ښځو ځينو فعالانو مېرمنو او نجونو ته په حکومت کې ونډه وغوښته

د ښځو ځينو فعالانو مېرمنو او نجونو ته په حکومت کې ونډه وغوښته

author avatar
15 Mar 2015 - 12:18
د ښځو ځينو فعالانو مېرمنو او نجونو ته په حکومت کې ونډه وغوښته
author avatar
15 Mar 2015 - 12:18

محمودراقي (پژواک، ٢٤ کب ٩٣): په کاپيسا او پروان ولايتونو کې د ښځو د حقونو فعالانې وايي چې د ملي وحدت حکومت مشران دې مېرمنو او نجونو ته په خپل حکومت کې مهمه ونډه ورکړي.

دغه فعالانې وايي چې د نوي حکومت مشرانو د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال په خپل حکومت کې ښځو ته د ونډې په اړه چې کومې ژمنې يې کړې وې، هغه دې عملي کړي.

په پروان کې د مېرمنو د حقونو فعاله او د دغه ولايت د ښځو چارو رييسه نادره ګياه وايي: ((موږ د ملي وحدت له حکومتي مشرانو غواړو چې مېرمنو ته دې له خپلو ژمنو سره سم په حکومت کې برخه ورکړي.))

د هغې په وينا، سره له دې چې په ټاکنو کې امنيتي ستونزې او نورخنډونه وو، مګر د دغه ولايت مېرمنو په همت او کلک هوډ سره په ټاکنو کې برخه واخيسته او هر ډول ستونزې يې وګاللې.

مېرمن ګياه زياته کړه: ((اوس چارواکو ته لازمه ده چې له خپلو ژمنو سره سم په خپله کابينه کې ښځو ته ځای ورکړي.))

په کاپيسا ولايت کې د مېرمنو د حقونو يوه فعاله روضيه نيلاب وايي: ((په افغانستان کې، په هره دوره کې مېرمنې کړېدلې او دردېدلې دي.. د چا زوی، د چا خاوند او د چا ورور او پلار په دې هېواد کې وژل شوي دي، قربانۍ يې ورکړې خو له دې ستونزو سره سره يې په تېرو ټاکنو کې پراخه ونډه واخيسته.))

هغې پژواک ته وويل چې مېرمنو په دواړو دورو ټاکنو کې په مينه او اخلاص سره ونډه واخيسته او د نوي حکومت مشرانو هم ژمنه کړې وه چې د مېرمنو ستونزې به هواروي، په مهمو کليدي پوستونو کې به ځای ورکړي، مګر تر اوسه دا هيله همغسې تر خاورو لاندې پرته ده.

بلخوا د دغه ولايت يو شمېر مېرمنې وايي چې په تېرو ۱۳ کلونو کې ښځو ته يو څه کارونه شوي، خو پر تېر حکومت نيوکې کوي چې د ښځو د ژوند د ښه والي لپاره يې اغېزمن کارونه نه دي شوي.

د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ د مرکز يوې اوسېدونکې ملالۍ پژواک ته وويل : (( تېر حکومت په بېلابېلو پروژو پيسې ولګولې او له هر چا څخه مو واورېدل چې پيسې بې ځايه ولګېدې ، ځکه زموږ په ژوند کې کوم بدلون نه دى راغلى.))

هغې زياته کړه، چې اولادونه يې ښوونځي ته ځي خو اقتصاد يې ډېر خراب دى ، د ملي يووالي حکومت چارواکو ژمنې کړې وې، چې ښځو ته به ډېر کارونه ورکوي، خو تر اوسه يې دا ژمنې نه دي عملي کړې.

د کاپيسا د ښځو چارو رييسه صيفوره کوهستاني وايي چې اوسمهال هم په کاپيسا او پروان ولايتونو کې د مېرمنو پر وړاندې ځينې ستونزې شته، خو دوى يې د له منځه وړو لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.

د هغې په وينا، د غه ولايتونو مېرمنې له ملي يووالي حکومت څخه ډېرې هيلې لري او دوى هيله من دي چې په نوي حکومت کې ښځو ته نه يواځې په کابينه کې څوکۍ ورکړي، بلکې په نورو برخو کې هم ورته د کار زمينه برابره کړي.

د پروان د جبل السراج ولسوالۍ اوسېدونکې مريم وايي چې د ټاکنو په دواړو پړاوونو کې مېرمنو په نا امنيو کې برخه واخيسته، اوس د حکومت مشرانو ته په کار ده چې له ښځو سره کړې ژمنې عملي کړي.

د پروان د ولايتي شورا غړې حسبا عفت وايي: ((زه باوري يم چې په پاتې وزيرانو کې به څو تنه مېرمنې معرفي شي ځکه په دې اړه د ښځو په ورځو او د کمپاينونو پر مهال ولسمشر کلکې ژمنې کړې دي .))

د هغې په وينا، نوی حکومت کولای شي د ښځو د ژوند د ښه والي په اړه لسګونه طرحې وړاندې کړي.

د کاپيسا والي جنرال محراب الدين ساپى وايي، په هره ټولنه کې مېرمنې د نارينه وو په څېر د خپلې ټولنې په پرمختګ کې برخه درلودلې ده.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې مېرمنې له سختو اقتصادي شرايطو سره مخ دي، نو نوی حکومت بايد مېرمنو ته هم په کابينه هم په نورو حکومتي او دولتي پوستونو کې ځای ورکړي او د دوی د ستونزو د هوارولو په موخه دی جدي ګامونه واخلي.

د يادونې ده، د ملي وحدت حکومت مشرانو ژمنه کړې وه چې څلور مېرمنې په کابينه کې او نورې به په ځينو مهمو پوستونو کې پر دندو وګوماري خو اوسمهال د کابينې ډېره برخه اعلان شوې د ښځو ونډه په کې نه تر سترګو کېږي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.