کابل(پژواک،٢٤ کب ٩٣): د حقوق پوهانو ټولنه له څارنوالانو څخه د ازموينې اخيستلو په اړه د ولسمشر د وروستي تصميم په هکله اندېښنه څرګندوي او وايي چې دغه تصميم په اوسنيو شرايطو کې د ملي ګټو خلاف او د منلو وړ نه دى.
ولسمشر اوس تصميم نيولى چې د هېواد د څارنوالۍ له سلګونو غړو څخه ازموينه واخيستل شي.
ددې ازموينې بنسټيزه موخه د څارنوالۍ د مسلکي غړو د علمي وړتيا تشخيص، ارزونه او د سويې تثبيت بلل شوى دى.
تېره اوونۍ دغه څارنوالان د ولسمشر د حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي له خوا د ازموينې لپاره ارګ ته وغوښتل شول، خو دوى حاضر نه شول.
دوى تېره ورځ په يوه اعتراضيه خوځښت کې له څارنوالانو څخه د ازموينې اخيستنه د قانون خلاف وبلله او ادعا يې وکړه چې د ولسمشر حقوقي سلاکار د ازموينې په بهانه غواړي چې يو شمېر کسان له دندو ګوښه کړي او په بدل کې يې خپل کسان او د دوى د ټاکنيزو کمپاينونو مرستندويان مقرر کړي.
دغه څارنوالان وايي چې د ولسمشر حقوقي سلاکار په خپله فېسبوکپاڼه کې هغوى نالوستي، جاهل او ناپوه بللي دي.
ددې ټولنې مشر عبدالغفورغيور نن يوې خبرې غونډې ته وويل چې د افغانستان د څارنوالۍ د تشکيل او واک قانون ٢٨ مه ماده کې څرګنده شوې چې کوم اشخاص د څارنوال په توګه کار کولى شي.
هغه زياته کړه:((د څارنوال د شرايطو او معيارونو په اړه اتو مواردو کې ښودل شوې چې په مشخصه توګه د حقوقو او شرعياتو له څانګې څخه فراغت ، د ستاژ دورې تېرول او يا په عدلي او قضايي ارګانونو کې درې کلن کار دى.))
غيور زياته کړه ، له بده مرغه چې ولسمشر د افغانستان د سترو ملي ستونزو د حل پر ځاى کوچنيو او فرعي کارونو ته پاملرنه کوي.
د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې مشر وايي چې د ولسمشر اقدامات په اوسنيو شرايطو کې په بشپړه توګه د نافذه قوانينو او د هېواد ملي ګټو سره په تضاد کې دي او د منلي وړ نه دي.
نوموړي ګواښ وکړ چې که د ولسمشر ددې اقدام په برخه کې په زرګونو عدلي او قضايي ارګانونه د څارنوالۍ په برخه کې وزګار شي، نو طبيعي ده چې دغه کسان به نا خوښي او د بل ناورين سبب شي.
خو ارګ وايي چې د مسلکي څارنوالانو له ډلې څه باندې زرغړي لوړې زده کړې په ځانګړي ډول د حقوقو او شرعياتو په برخه کې نه لري چې د حقوقي لوړو زده کړو نشتوالي د څارنوالانو لپاره د څېړنې او تعقيب په برخه کې ګڼې ستونزې پيدا کړې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن