ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې بیا د کوچيانو او ځايي خلکو ترمنځ پر ځمکې لانجه راپورته شوې

لوګر کې بیا د کوچيانو او ځايي خلکو ترمنځ پر ځمکې لانجه راپورته شوې

author avatar
15 Mar 2015 - 15:33
لوګر کې بیا د کوچيانو او ځايي خلکو ترمنځ پر ځمکې لانجه راپورته شوې
author avatar
15 Mar 2015 - 15:33

پل علم (پژواک، ٢٤ کب ٩٣): چارواکي وايي، د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې مېشتو کوچيانو د سيمه ييزو خلکو لاره تړلې او ځمکو ته يې څاروي ور خوشې کړي دي.

د بره کي برک ولسوال محمدرحيم امين وايي که حکومت دا ستونزه پر وخت حل نه کړي، نو پايلې به يې بدې وي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، د بره کي برک د خاکي په سيمه کې د کوچيانو او ځايي خلکو تر منځ له تېرو څلورو کلونو راهيسې پر ٢٠٠٠ جريبه ځمکه دعوه روانه ده.

وړاندې درې ځلې د دواړو لورو تر منځ د ځمکې د ملکيت پر سر جګړه شوې چې مرګ ژوبله يې هم درلوده.

ولسوال وايي، کوچيانو د حکومت له خوا شوى اوربند مات کړى او له تېرې ورځې راهيسې يې يو ځل بيا د سيمې د خلکو پر لاره پاټک جوړ کړى او خلکو ته اجازه نه ورکوي چې پر لاره تګ راتګ وکړي.

ولسوال وايي چې نږدې دوه مياشتې وړاندې د سيمه ييزو خلکو او کوچيانو تر منځ تر وسله والې جګړې وروسته د حکومت په منځګړتوب د دواړو لورو تر منځ اوربند وشو.

امين زياته کړه: “کوچيان چې پر وسلو سمبال دي، ولسوالۍ ته د خلکو غځېدلې لاره يې تړلې ده، د ځايي کورنيو فصلونه يې په څارويو خوړلي او په لانجمنه ځمکه کې يې خپل تصرفات کړي دي.”

د بره کي برک ولسوال وويل چې د دې ستونزې حل د سيمه ييزې ادارې له واک وتلې ده، خو ولايتي چارواکو يې د موضوع په اړه مکتوبونه استولي دي.”که چېرې د کوچيانو د ظلم لاس لنډ نه شي نو لرې به نه وي چې يو ځل بيا د دواړو لورو ترمنځ خونړۍ جګړه پېښه شي.”

د سيمې يو قومي مشر احمدالله وايي چې دوى نور نه شي کولى د کوچيانو پر وړاندې چوپه خوله پاتې شي.

احمدالله پر ولايتي ادارې تور پورې کړ چې د کوچيانو ملاتړ کوي او د ستونزې د حل په هڅه کې نه دي.

قومي مشر زياتوي چې د سيمې خلک د ځمکې پوره اسناد او مدارک لري او له پېړيو راهيسې دا ځمکه له دوى سره وه، خو څلور کاله کېږي چې کوچيانو پرې خېټه اچولې او کورونه پرې جوړوي.

احمدالله زياته کړه: “اوس نو کوچيان وسلې لري، زموږ لاره يې تړلې ده او په شخصي ځمکو يې هم تېرى کړى دى، نو موږ مجبور يو چې پر وړاندې يې وسله راواخلو، که هر څه پېښېږي، نو مسووليت به يې د حکومت پر غاړه وي.”

د لوګر د ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزى هم وايي چې د بره کي برک په مسئله کې کوچيان پر حقه نه دي.

هغه وويل چې سيمه ييز چارواکي هم د دې ستونزې په حل کې پاتې راغلي دي.

ستانکزي زياته کړه: “له سيمې خلکو په ټيلېفون کې راته شکايت وکړ چې کوچيان زورور دي او زموږ لاره يې تړلې ده. نو موږ به د خپل مسووليت له مخې دا مسئله له امنيتي ارګانونو سره شريکه کړو چې هغوى ورته د حل لاره پيدا کړي او په راتلونکې هم د دا ډول ستونزو مخنيوى وشي.”

هڅه مو وکړه په دې تړاو د کوچيانو له مشرانو سره هم خبرې وکړو، خو ونه توانېدو.

د خاکي سيمې يوه اوسېدونکي زيارت ګل کوچي پژواک ته وويل چې دا ځمکه دوى ته پخواني ولسمشر حامد کرزي په ١٣٩٠ کال کې د يوه فرمان له مخې ورکړې ده.

دى وايي چې کوچيان پر چا ظلم نه کوي، بلکې له خپل “حق” څخه دفاع کوي. هغه وويل چې د ځمکې د سند په اړه د سيمې د خلکو ادعا بې بنسټه ده.

د يادونې ده، نږدې دوه مياشتې مخکې هم د همدې ځمکې پر سر د سيمې د خلکو او کوچيانو ترمنځ وسله واله شخړه شوې وه چې په ترڅ کې يې له شلو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

وروسته له کابل څخه راغلي دولتي پلاوي په مرسته د ستونزې تر حل پورې د دواړو لورو ترمنځ د اوربند پرېکړه وشوه.

Visits: 17

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.