ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني د عمرې مراسم پر ځای کړل

ولسمشر غني د عمرې مراسم پر ځای کړل

author avatar
15 Mar 2015 - 09:20
ولسمشر غني د عمرې مراسم پر ځای کړل
author avatar
15 Mar 2015 - 09:20

کابل (پژواک، ٢٤ کب ٩٣): د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني او ملګري پلاوي يې په بيت الله شريف کې د عمرې حج مراسم پر ځای کړل.

د ولسمشر د وياند دفتر ليکي چې ولسمشر او ملګري پلاوي يې د کعبې شريفې له طواف او په مسجدالحرام کې د دوه رکعته لمونځ له اداکولو وروسته په افغانستان کې د سراسري او تل پاتې سولې د ټينګښت، د افغانانو تر منځ د اتحاد او اتفاق د لا پياوړتيا، د ټول مسلمه امت او په ځانګړي ډول د افغان ځورېدلي ملت د سوکالۍ او نېکمرغۍ لپاره د لوی خدای ( ج ) دربار ته د دعا لاسونه پورته کړل.

دغه مراسم تېره شپه ترسره شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ولسمشر غني او ملګری پلاوى يې تېر مازديګر جدې ته ورسېد او د ملک بن عبدالعزيز په نړيوال هوايي ډګر کې د مکې مکرمې د سيمې د امير خالد الفيصل له خوا ورته تود هرکلی وويل شو.

په پام کې ده چې د افغانستان ولسشمر نن د اسلامي همکاريو د سازمان له سرمنشي اياد مدني سره د مکې مکرمې په ښار کې وګوري او بيا د الحرمين الشريفين له خادم او د سعودي عربستان له پاچا والا حضرت سلمان بن عبدالعزيز سره د خبرو په موخه د دغه هېواد پلازمېنې رياض ته ولاړ شي.

ولسمشر غني په داسې حال کې سعودي عربستان ته سفر کوي چې په دې وروستيو کې له طالبانو سره د سولې د خبرو هڅې زياتې شوې دي.

د سياسي چارو شنونکى محمد حسن حقيار سعودي عربستان ته د ولسمشر اشرف غني سفر مهم بولي او زياتوي چې سعودي د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم رول لوبولى شي.

د هغه په باور، ولسمشر غني به هڅه وکړي چې د سولې په پروسه کې د سعودي عربستان مرسته او ملاتړ جذب کړي.

حقيار وايي چې سعودي پر طالبانو او پاکستان هم اغېز لري او که سعودي په ريښتينې توګه مرستې ته چمتو شي، نو ګټورې پايلې به ولري.

د يادونې ده، ولسمشر اشرف غني واک ته تر رسېدو وروسته هم لومړى سفر سعودي عربستان ته کړى و. ولسمشر په هېواد کې د سولې د ټينګښت په موخه پاکستان او چين ته هم سفرونه کړي دي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.