ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لغمان سړې خونې خصوصي سکتور ته ورکول کېږي

د لغمان سړې خونې خصوصي سکتور ته ورکول کېږي

author avatar
17 Mar 2015 - 12:54
د لغمان سړې خونې خصوصي سکتور ته ورکول کېږي
author avatar
17 Mar 2015 - 12:54

جلال اباد (پژواک، ۲۶ کب ۹۳): د لغمان چارواکي وايي چې د کرنيزو توکو د ساتنې لپاره د دغه ولايت سړې خونې خصوصي سکتور ته ورکوي.

په لغمان کې د کرنيزو توکو د ساتنې لپاره موده مخکې درې سړې خونې جوړې شوې، خو د برېښنا د نشتوالي له امله تر اوسه نه دي فعالې شوې.

د ياد ولايت د والي وياند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل: ((موږ د الينګار، قرغيو او مهترلام په ښار کې درې سړې خونې لرو، ولايتي اداره په پام کې لري چې ډېر  ژر د قرغيو سړې خونې ته برېښنا برابره کړي او خصوصي سکتور ته يې په قرارداد ورکړي.))

د والي وياند د دغو قراردادونو د څرنګوالي په اړه څه ونه ويل.

ځواک زياتوي چې د دې سړې خونې په فعالېدو به بزګر د کوکنارو پر ځای د سبزيو کر ته وهڅول شي.

نوموړي وويل چې پاتې دوه نورې سړې خونې به له دې وروسته خصوصي سکتور ته په قرارداد  ورکړي چې له امله به يې پر کرنيز سکتور ښه اغېز پرېوځي.

د لغمان د کرنې رييس انجنير اسماعيل پژواک اژانس ته وويل چې د دغه ولايت  هره سړه خونه  د څلورنيم سوه متريک ټنه کرنيزو توکو د ساتلو ظرفيت  لري، خو د برېښنا د نشتوالي له امله غير فعالې دي.

د کرنې رييس وايي چې دوی د الينګار ولسوالۍ سړې خونې ته برېښنا نه شي ورکولی، خو پاتې دوو نورو ته به ډېر ژر له نغلو برېښنا برابره شي.

نوموړى وايي: ((په دې اړه مو د برېښنا له شرکت څخه غوښتنه کړې او ژمنه يې کړې چې د برېښنا دغه ستونزه به هواره کړي، نو د قرغيو ولسوالۍ سړه خونه به ډېر ژر فعاله کړو.))

لغمان د ختيځي سيمې د هغو ولايتونو له ډلې دی چې ډېره کرنيزه ځمکه لري او بېلابېل کرنيز توکي په کې کرل کېږي.

ځايي بزګر وايي که د دغه ولايت سړې خونې فعالې شي، نو ګټه به ور ورسوي او توکو ته به يې ښه بازار پيدا شي.

د لغمان د مرکز مهترلام ښار د سبزي او مېوو د ټولنې مشر حاجي امان الله پژواک اژانس ته وويل چې د دغه ولايت  کرنې ته د ودې لپاره دې سړې خونې فعالې شي.

د نوموړي په خبره که سړې خونې فعالې شي، نو بزګز به وکولای شي چې خپلو توکو ته ښه بازار  پيدا کړي.

د مهترلام ښار يو بزګر محمداصف پژواک اژانس ته وويل: ((زه څلور جريبه ځمکه لرم، مثلاً که په يوه برخه يې بادرنګ يا ورته نور توکي وکرم نو د حاصلاتو له پخېدو سره سم مجبور يم چې په کمه بيه يې پلورم، خو که موږ سړې خونې درلودای نو دا حاصلات به مې په کې ساتل او په ښه بيه به يې پلورل.))

نوموړي غوښتنه وکړه چې په دغه ولايت کې دې ژر تر ژره سړې خونې فعالې شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.