ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې چاودنې  ١٢ سيمه ييز پوليس ټپيان کړل

فراه کې چاودنې ١٢ سيمه ييز پوليس ټپيان کړل

author avatar
17 Mar 2015 - 18:39
فراه کې چاودنې  ١٢ سيمه ييز پوليس ټپيان کړل
author avatar
17 Mar 2015 - 18:39

فراه (پژواک، ٢٦ کب ٩٣) : د فراه د پشترود ولسوالۍ په “خرابه” سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو په پوسته کې د ماين چاودنې ١٢ محلي پوليس ټپيان کړي دي.

د پشترود ولسوال غوث الدين پژواک خبري اژانس ته وويل چې په خرابه سيمه کې سيمه ييزو پوليس دوه پوستې لري.

د ده په وينا، له يادو پوستو څخه د يوې پوستې پوليس بلې پوستې تللي وو او وسله والو مخالفينو له موقع څخه په ګټې پورته کېدو سره په ياده پوسته کې ماين ځاى پر ځاى کړى و.

دى وايي کله چې نن له غرمې مخکې په شاوخوا لسو بجو پوليس بېرته خپلې پوستې راغلي و، له لرې کنټرول کېدونکى ماين پرې چاودېدلى او ١٢ تنه يې ټپيان کړي وو.

د فراه د ولايتي روغتون امر ډاکټر عبدالحکيم رسولي وايي چې په دې چاودنه کې ټپي شوي  نهه تنه د سيمه ييزو پوليسو سرتېري دې روغتون ته وروړل شوي دي.

د ده په وينا، د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى .

د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.