کابل (پژواک، ٢٧ کب ٩٣): د حکومت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله په هلمند کې د ځانمرګي بريد د غندلو تر څنګ وايي، د سولې خبرې اترې يواځې له هغو کسانو سره امکان لري چې له جګړو، وژنو او وينې تويولو لاس واخلي.
د مازدا موټر په وسيله ياد ځانمرګى بريد د کب ٢٧مه له غرمې مخکې په څه کم يوولس بجې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې شوى و.
د هلمند مرستيال والي محمد جان رسوليار پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه بريد کې اوه تنه وژل شوي او ٤٦ نور ټپيان دي.
د حکومت اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله دغه بريد په کلکه غندلى او هغه يې د هېواد د دښمنانو بزدلانه او حشيانه کړنه بللې ده.
د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې ډاکټر عبدالله ويلي، دغه بريد د دې ښودنه کوي چې لا هم وسله وال مخالفين سولې ته چمتو نه دي.
هغه زياته کړې: ((د سولې خبرې اترې يواځې له هغو کسانو سره امکان لري چې له جګړو، وژنو او وينو تويولو لاس واخلي. په دې ډول وحشيانه کړنو سره هېڅوک نه شي کولای چې امتياز ترلاسه کړي.))
ډاکټر عبدالله ويلي، که چېرې له وسله وال مخالفين سوله غواړي، بايد لومړی له دې ډول وحشيانه او ترهګريزو کړنو لاس واخلي، دا يقيني کړي چې مظلوم او بېګناه وګړي نه وژني.
د اجرائيه رييس په وينا، که هر څوک له دې ډول فعاليتونو د امتياز اخيستو هڅه کوي، تېروتي دي.
دى وايي: ((افغانان يوه باعزته او تلپاتې سوله غواړي. خو د سولې په بدل کې هېڅ ډول معاملې ته چمتو نه دي.))
اجراييه رييس ويلي چې دا ډول پېښې په اوسنيو شرايطو کې د سولې له پروسې او پيل شويو هڅو سره مرسته نه کوي.
ده زياته کړې، نه شي کېدای چې څوک دې هم د سولې خبرې وغواړي او هم دې د افغانانو وژلو ته دوام ورکوي. په داسې کړنو هېڅوک خپلو موخو ته نه شي رسېدلای.
ډاکټر عبدالله ويلي: ((موږ اوس هم پر سولې ټينګار کوو او هغه د افغانانو يوه حياتي اړتيابولو؛ خو دا سوله بايد په هېواد کې د خلکو د راحتۍ او د تاوتريخوالي د پای ته رسېدو لامل شي.))
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن