ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د سيمه ييزي موسيقۍ ټولنه جوړه شوه

غزني کې د سيمه ييزي موسيقۍ ټولنه جوړه شوه

author avatar
18 Mar 2015 - 16:43
غزني کې د سيمه ييزي موسيقۍ ټولنه جوړه شوه
author avatar
18 Mar 2015 - 16:43

غزني (پژواک، ٢٧ کب ٩٣):په غزني کې د سيمه ييزې موسيقۍ د ژوندي ساتلو او ودې په موخه د لومړي ځل لپاره په غزني کې د سيمه ييزې موسيقۍ ټولنه جوړه شوه.

ددې ټولنې مشر حمزه غفارزوى وايي چې د غزني سيمه ييزه هنرمندان تر دې وړاندې له سختو ستونزو او ځانځانۍ سره مخ وو “هريوه به جلا جلا کار کاوه.” 

نوموړي وويل چې ددې ټولنې په جوړېدو سره به د هنرمندانو ستونزې راکمې شي او د سيمه ييزې موسيقۍ د پرمختګ لپاره به د ګډې هڅې زمينه برابره شي.
غفارزي زياته کړه: “څومره خوند چې په سيمه ييزه موسيقۍ کې ده، په نورو غربي موسيقيو کې نشته. که څه هم اوسمهال غربي موسيقۍ ډېر پرمختګ کړى دى.”

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په غزني کې د سيمه ييزې موسيقۍ ١٢ ګروپونه شته چې پر غزني سربېره په نورو ولايتونو کې هم علاقمندان لري.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست محبوب الله رحماني په دې ولايت کې د سيمه ييزې موسيقۍ د ټولنې پر جوړېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه دا به د موسيقۍ د پرمختګ زمينه برابره کړي.

رحماني زياته کړه: “موږ کوښښ کوو چې پخوانۍ موسيقي بېرته راژوندۍ کړو، غواړو موسيقي ته وده ورکړو. په دې وروستيو کې سيمه ييزه موسيقي بيخي له پامه غورځول شوې ده، خلکو غربي موسيقۍ ته مخه کړې.”

د غزني مېشت فرهګيان هم د دې ټولنې په جوړېدو خوښي ښيي.

غلام محمد ضيا روان له پژواک سره په خبرو کې د غزني له اطلاعاتو او فرهنګ رياست څخه غوښتنه وکړه چې په دې مرکز کې داسې امکانات برابر کړي ترڅو نوي هنرمندان هم وکولى شي ترې ګټه پورته کړي او د موسيقۍ د الاتو د زده کړې امکانات هم په کې وي.

روان زياته کړه: “موږ په سيمه ييزه موسيقۍ کې بېلابېلې الې لرو چې ترې ګټه اخيستل کېږي، که په دې برخه کې نوي ځوانان وروزل شي، دا به د موسيقۍ  ژوندي ساتلو کې ډېره مرسته وکړي. ډېر خلک همدا اوس هم سيمه ييزه موسيقي خوښوي.”

حبيب الله قره باغى د مشهور سندرغاړي خان قره باغي زوى چې ددې ټولنې غړى دى سره له دې چې د دې ټولنې پر جوړېدو خوښ دى، خو وايي چې په غزني کې د هنرمندانو ژوند له خطر سره مخ دى.

هغه وويل چې خو ځلې د دولت د مخالفينو له خوا په مرګ ګواښل شوى دى.

قره باغي زياته کړه: “څو ځلې راته وسله والو مخالفينو اخطار راکړ چې موسيقي مه غږوه، خو دا چې زما پلار موسيقي غږوله زه هم غواړم د هغه لاره تعقيب کړم.”

هغه هيله وښوده چې د ټولنې په جوړېدو سره به د هنرمندانو ستونزې کمې شي.

د يادونې ده چې په غزني کې د موسيقۍ غږولو مينه وال ډېر زيات دي، خو د مخالفينو له وېرې نه غواړي ځان ډېر څرګند کړي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.