ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني را روانه شنبې امريکا ته ځي

ولسمشر غني را روانه شنبې امريکا ته ځي

author avatar
18 Mar 2015 - 11:30
ولسمشر غني را روانه شنبې امريکا ته ځي
author avatar
18 Mar 2015 - 11:30

کابل (پژواک، ٢٧ کب ٩٣): ټاکل شوې چې ولسمشر اشرف غني د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د شنبې په ورځ امريکا ته روان شي.

د حکومت يوې سرچينې د کب په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د شنبې په ورځ د ١٣٩٤ کال د وري په لومړۍ نېټه واشنګټن ته روانېږي.

سرچينې زياته کړې چې ولسمشر به تر پنجشنبې په امريکا کې وي او د دغه هېواد له ولسمشر بارک اوباما، د بهرنيو چارو له وزير جان کيري او يو شمېر نورو چارواکو سره وګوري.

حکومتي سرچينې وويل چې ولسمشر د دغه سفر پر مهال په واشنګټن کې د امريکا د کانګرېس ګډې غونډې ته وينا هم کوي.

سرچينه وايي چې ولسمشر اشرف غني به د امريکا د سولې انسټيټيوټ او انتلانتيک کونسل ته هم وينا وکړي.

د افغانستان د حکومت يادې سرچينې په ډاګه کړه چې له امريکايي چارواکو سره به د ولسمشر د خبرو اترو ډېر تمرکز په اقتصادي او امنيتي برخو کې د همکاريو پر زياتولو وي.

سرچينې زياته کړه: ((افغانستان يو فعال بهرنى سياست لري، د سيمې او اسلامي هېوادونو په کچه د سولې لپاره يوه اجماع رامنځته شوې؛ ځکه دوى اوس پوهېږي چې د سيمې ثبات د افغانستان له ثبات سره تړلى دى.))

د سرچينې د معلوماتو له مخې، امريکا ته د سفر پر مهال به ولسمشر اشرف غني هڅه وکړي، چې د دې اجماع لپاره د امريکا او نړيوالې ټولنې نور ملاتړ راجلب کړي.

حکومتي سرچينې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د دغه سفر پر مهال به ولسمشر هڅه وکړي چې په امريکا کې د افغانستان په اړه هغه تصوير بدل کړي چې د تېر حکومت په وروستيو مياشتو کې د امنيتي تړون د نه لاسليکولو له امله جوړ شوى و.

مخکني ولسمشر حامد کرزي له امريکا سره په ټاکلي وخت کې د امنيتي تړون له لاسليکه انکار وکړ چې له امله يې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې ترينګلې شوې وې.

خو يادې سرچينې زياته کړه: ((ولسمشر غواړي امريکا ته دا ډاډ ورکړي چې افغانستان د هغوى لپاره يو ناکام ماموريت نه و. د امنيتي تړون له امله چې کومه تشه رامنځته شوې وه، د دغه سفر پر مهال دا ستونزه هواره شي.))

حکومتي سرچينې وويل چې امريکا ته د ولسمشر د سفر په وروستيو کې به د دواړو هېوادونو تر منځ ګډه اعلاميه هم خپره شي.

له بلې خوا اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د امريکا متحدو ايالاتو ته راتلونکى سفر د افغانستان لپاره د اساسي اهميت لرونکى بللى او وايي، په دې سفر کې به افغان حکومت له لوېديځ سره د اړيکو نوى باب پرانېزي او دا فصل به د راتلونکو همکاريو او مرستو لپاره خورا ګټور وي.

له اجرائيه رياست څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي، دغه څرګندونې نن په کابل کې له جرمني سفير مارکوس پوتزيل سره د کتنې پرمهال کړې دي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.