خوست (پژواک، ٢٨ کب ٩٣): د پسرلي په وياړ په خوست کې د ولايت په کچه د واليبال اووه ورځنۍ سيالۍ پيل شوې.
د خوست د اولمپيک امر عزيز ملنګ د يادو سياليو د پيل پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې په دغو سياليو کې د مرکز په ګډون له ټولو ولسواليو د واليبال ٢٥ لوبډلې برخه لري.
عزيز ملنګ وويل: “موږ هڅه کوو چې د دغو سياليو په ترڅ کې غوره لوبغاړي په ګوته کړو. هغوی د ولايت منتخبې لوبډلې او بيا د هېواد د واليبال ملي لوبډلې ته معرفي کړو.”
دا سيالۍ د خوست د ولايت مقام په همکارۍ د اولمپيک امريت په چوکاټ کې ترسره کېږي.
د خوست د ولايت وياند مبارز محمدځدراڼ له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل، د دغو سياليو موخه دا ده چې د مرکز او ولسواليو ځوانان سره نږدې او خپلې تجربې سره شريکې کړي.
نوموړي وويل، هغه ځوانان چې پر نشه يي توکو روږدي دي او يا په نورو ناوړو کارونو کې لاس لري، له دې لارې کولای شي چې د هغوی د ذهنونو په جوړولو کې زياته مرسته وکړي.
مبارزځدراڼ وويل: “موږ باور لرو چې ځوانان به په يو غږ سره د نشه يي توکو د استعمال، ناوړه دودونو او ورانکارو فعاليتونو پرضد په ګډه بنسټيز کار وکړي.”
د خوست د مرکز اړوند د فيضو په نوم د واليبال لوبډلې يو لوبغاړي معروف تراب له پژواک اژانس سره په خبرو کې د پسرلي په وياړ د يادو سياليو پر جوړېدو خوښي وښوده.
هغه وويل: “دا ډېر وخت مو د واليبال سيالۍ نه وې ترسره کړې. دا سيالۍ موږ هڅوي چې ورزش ته وده ورکړو، په دې کې هم روغتيا ده او هم د هېواد لپاره پرمختګ.”
د يادونې ده چې د يادو سياليو په ترڅ کې لومړۍ لوبه د مرکز د لکڼو او د فيضو لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د لکڼو لوبډلې د دوو ميدانونو په ګټلو سره خپلې سيالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن