غزني ښار (پژواک ۲۸ کب ۹۳) د غزني امنيتي چارواکي وايي، د دې ولايت په اندړو ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن غرمه د اندړو ولسوالۍ د ابراهيم خېلو په سيمه کې د وسله والو طالبانو او پوليسو ترمنځ نښته رامنځته شوه.
د ده په خبره، وروسته سيمې ته نور امنيتي ځواکونه هم ورسېدل او نښتې يونيم ساعت دوام وکړ، چې په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو د قوماندان صابر، چې په عکرمه باندې مشهور و، په ګډون پنځه تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
هغه زياته کړه، د وژل شويو وسله والو جسدونه په سيمه کې پاتې وو.
زاهد وايي، په دې نښته کې بل چاته کوم زيان نه دی اوښتى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن