ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په يوه ترافيکي پېښه کې درې کسان مړه شوي

په يوه ترافيکي پېښه کې درې کسان مړه شوي

author avatar
19 Mar 2015 - 12:21
په يوه ترافيکي پېښه کې درې کسان مړه شوي
author avatar
19 Mar 2015 - 12:21

ایبک (پژواک، ٢٨ کب ٩٣): د سمنګان-مزار پر لويه لار ترافيکي پېښه کې درې کسان وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي.

د سمنګان د ترافيکو مدير سمونوال عبدالقدير پنجشيري پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده پېښه تېره شپه نهه بجې د حضرت سلطان ولسوالۍ په شورقل سيمې اړوند د سمنګان- مزارشريف پر لويه لار رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه چې يوه ٤٠٤ مسافر وړونکي بس له بلخ ولايته سمنګان ته پر لاره و چې د ډېر تېز تګ له امله، لومړى له باوړونکي کراز او وروسته له بار وړونکي موټرو سره جنګېدلى دى.

پنجشېري وايي چې په ياده پېښه کې يوه ښځه او دوه سړي مړه شوي او د يوې ښځې په ګډون ١١ نور کسان ټپيان شوي دي.

د سمنګان د ترافيکو مدير وويل چې د پېښې قربانيان د ترافيکو د منسوبينو په واسطه د سمنګان ولايتي روغتون ته وړل شوي چې د روغتون د نوکريوال په خبره، د دريو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښني وړ و چې د درملنې لپاره د بلخ حوزوي روغتون ته وړل شوي دي.

د سمنګان ملکي روغتون نوکريوال ډاکټر محمد اخلاق محمدي وايي چې د پېښې ټول قربانيان د فارياب اوسېدونکي وو چې له ميمنې ښاره د بلخ ولايت له لارې کابل ته تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه مياشتې وړاندې د ايبک ښار په دلخکي سيمه کې د ٤٠٤ مسافر وړونکي او بار وړونکي موټرو د ټکر له امله دوه تنه وژل شوي او ١٣ نور ټپيان شوي وو.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.