ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل نن د “ټاپي” ناستې کوربه توب کوي

کابل نن د “ټاپي” ناستې کوربه توب کوي

author avatar
19 Mar 2015 - 13:49
کابل نن د “ټاپي” ناستې کوربه توب کوي
author avatar
19 Mar 2015 - 13:49

کابل (پژواک، ٢٨ کب ٩٣): نن په کابل کې د “ټاپي” پروژې په اړه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د نفتو وزيرانو او تخنيکي پلاوو په ګډون ٢١مه ناسته جوړېږي.

پاکستان او هندوستان هېوادونو ته د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګاز د نلليکې غځولو پروژه (ټاپي) د ١٣٨٩ لمريز کال په ليندۍ مياشت کې د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان د ولسمشرانو او د هند د انرژۍ وزير ترمنځ لاسليک شوه.

د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد شکيب مستغني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ناسته به نن له غرمې وروسته په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړه شي.

مستغني زياته کړه چې د بهرنيو مېلمنو بلنه، انسجام او همغږي د بهرنيو چارو وزارت او د ناستي اجندا او کوربه توب د کانونو او پټروليم وزارت پر غاړه دي.

د کانونو او پټروليم وزارت وياند رفيع صديقي وايي چې په ياده ناسته کې د ترکمنستان پلاوى د خپل مقدماتي خبرو راپور چې له فرانسوي ټوټال کمپنۍ سره يې کړې، ټاپي مشرتابه پلاوي ته وړاندې کوي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي چې ترکمنستان، د شرکتونو د کنسرسيوم د مشرتابه د نوماندانو له ډلې د توتال په نوم له يو فرانسوي شرکت سره له لومړنيو خبرو وروسته له دغه شرکت سره د لومړي ځل لپاره د اساسي مواردو په اړه يوې پرېکړې ته رسېدلى دى.

هغه وويل چې د ټاپي پروژې د پلې کولو په اړه په ياده موضوع کې له ٢٠٠٥ زېږديز کال راهيسې، د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي.

مستغني زياته کړه، ترکمنستان پرېکړه کړې چې د ٢٠١٥ کال د مارچ مياشتې تر وروستيو پورې به د توتال له شرکت سره خبرې بشپړې کړي، دا په داسې حال کې ده چې د نفتو دوو روسي شرکتونو او د چين د ګاز پايپ لاين هم د شرکتونو د کنسرسيوم مشرتابه ته لېوالتيا ښودلې ده.

د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړه چې د ترکمنستان پلاوى به دوى ته د يادو خبرو د پايلو په اړه معلومات ورکړي او په دې ناسته کې د ټاپي لمټيډ شرکت د ونډې لرونکو د هوکړې په اړه او دغه راز د څلورو ونډه لرونکو شرکتونو تر منځ د سوداګريزې راکړې ورکړې د اسانتياوو په اړه چې اوسمهال په وروستي پړاو کې دي او په قراردادونو کې د روڼتيا او ډول په اړه هم خبرې اترې وشي.

هغه وويل چې په دېرشو راتلونکو کلونو کې به د دې پروژې د ١٧٠٠ کيلومتره نلليکې په غځولو سره هر کال پاکستان او هندوستان هېوادونو ته ٣٣ ميليارده متره مکعب ګاز صادر شي.

تمه کېږي چې هره ورځ له يادې اندازې ٩٠ ميليونه متر مکعب ګاز هندوستان او پاکستان او ١٤ ميليونه متر مکعب افغانستان ته صادر شي او ټاکل شوې دغه پروژه په ٢٠١٨ زېږديز کال کې ګټې اخيستو ته وسپارل شي.

د ټاپي ګاز نلليکه چې د ترکمنستان هېواد له دولت اباده پيلېږي، د دغه هېواد په خاوره کې له ١٤٧ کيلومتره واټن وروسته د ٧٣٥ کيلومتره په اوږدوالي د هرات، فراه، هلمند او کندهار ولايتونو له لارې تر پاکستان پورې غځېږي او په ياد هېواد کې له ٨٠٠ کيلومتره اوږد واټن وروسته چې د کوېټې له لارې د پنجاب ايالت ته رسېږي؛ د هندوستان هېواد په فاضليکاى سيمه کې پاى ته رسېږي.

د ټاپي پروژې په اړه ٢٠مه ناسته د روان کال د سلواغې مياشتې په ٢٢ مه، د افغانستان د کانونو وزير او د ترکمنستان، پاکستان او هندوستان هېوادونو د نفتو او ګازو وزيرانو تر منځ په اسلام اباد کې ترسره شوه او پرېکړه وشوه چې راتلونکې ناسته به په کابل کې ترسره کېږي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.