ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني امنيه قوماندان د لسو مسافرو د تښتولو خبر رد کړ

د غزني امنيه قوماندان د لسو مسافرو د تښتولو خبر رد کړ

author avatar
20 Mar 2015 - 16:18
د غزني امنيه قوماندان د لسو مسافرو د تښتولو خبر رد کړ
author avatar
20 Mar 2015 - 16:18

غزني (پژواک، ۲۹ کب ۹۳): د غزني امنیه قوماندان هغه راپورونه ردوي چې ویل شوي د کب میاشتې په ۲۴مه د دغه ولایت اړوند د کابل- کندهار پر لویه لار ځيني مسافر تښتول شوي دي.

تر دې مخکې د غزني یو شمېر سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ویلې وو چې د کابل- کندهار پر لویه لار د غزني قره باغ ولسوالۍ ته نږدي سیمه کې وسله والو لس هغه مسافر تښتولي چې له کابله جاغوري ولسوالۍ ته روان وو.

امنیه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد پژواک ته وویل چې په غزني کې د وسله والو له لوري هېڅوک نه دي تښتول شوي.

هغه زياته کړه، دا د دښمن یوه دسيسه ده چې غواړي په غزني کې د مېشتو قومونو تر منځ اختلافات رامنځته کړي.

د غزني امنیه قوماندان وايي چې د کابل- کندهار پر لویه لار د غزني په سیمه کې شپه او ورځ افغان امنیتي ځواکونه تلاشي کوي او په دې لاره کې يې امنیتي پوستې جوړې کړې دي.

زړور زاهد زیاتوي: ((موږ په هغو سیمو کې چې امنیت يې خراب و، اوس امنیتي پوستي لرو او خلک کولای شې چې بېغمه تګ راتګ وکړي.))

د غزني امنیه قوماندان وايي چې ځیني کسان غواړي د لارې مسافرو ته وېره پیدا کړي تر څو هغوی له سفر څخه را وګرځوي.

د یادونې ده، د ولایت مرستیال محمدعلي احمدي او د والي ویاند شفیق ننګ ویلې وو چې وسله والو طالبانو لس مسافر له ځان سره بيولي وو چې له دې ډلې نهه تنه يې خوشي شوي او یو اوس هم له وسله والو سره دى.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه د دغه خبر په اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.