کابل ( پژواک، ٢ ورى ٩٤): پوليسو د کابل له ښار څخه تښتول شوى ماشوم نن د کابل ولايت په پغمان ولسوالۍ کې د تښتوونکو له منګولو وژغوره او په تړاو يې څلور تنه ونيول.
د کابل امنيه قوماندانۍ د جنايي څېړنو رييس مل پاسوال فريد افضلي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد ١٢ کلن ماشوم ١٢ ورځې مخکې د کابل د پنځمې امنيتي حوزې له مربوطاتو څخه تښتول شوى و.
ده وويل چې دغه ماشوم نن د پوليسو په ځانګړو عملياتو کې د پغمان ولسوالۍ په “عبدالعلي کلا” سيمه کې له تښتوونکو وژغورل شو او په تړاو يې څلور تنه ونيول شول.
فريد افضلي وويل چې تښتوونکو دغه ماشوم د پيسو لپاره تښتولى و او له کورنۍ څخه يې د هغه د خوشې کولو په بدل کې ډېرې پيسې غوښتې .
ده په دې اړه نور جزييات ورنه کړل او ويې ويل چې پېښه تر څېړنو لاندې ده.
دى وايي هڅې روانې دي چې که په دې قضيه کې نور کسان دخيل وي چې هغه هم ونيول شي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن