ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني د يوه پلاوي په مشرۍ امريکا ته روان شو

ولسمشر غني د يوه پلاوي په مشرۍ امريکا ته روان شو

author avatar
22 Mar 2015 - 08:35
ولسمشر غني د يوه پلاوي په مشرۍ امريکا ته روان شو
author avatar
22 Mar 2015 - 08:35

کابل(پژواک،٢ ورى ٩٣): ولسمشرمحمداشرف غني تېره شپه د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د پنځه ورځني رسمي سفر لپاره د امریکا د متحده ایالاتو پلازمېنې واشنګټن ډې سي ته روان شو.

د ولسمشر د وياند دفتر د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر غني به د خپل دغه سفر په لړکې د امریکا له جمهور رئیس بارک اوباما، د دغه هېواد د جمهوري ریاست له مرستیال جوبایدن، د کانګرس له مشر، د ناټو سازمان له سرمنشي، د امریکا د بهرنیو چارو،دفاع او د دارایۍ او خزانې له وزیرانو او د نړیوال بانک له مدیره پلاوي سره وګوري.

دغه راز سرچينه ليکي چې ولسمشر غني به د پنجشنبې په ورځ له واشنګټن ډې سي څخه نیویارک ته روان شي او د ملګرو ملتونو د سازمان په مقرکې به د دغه سازمان له سرمنشي بانکي مون سره وګوري.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له ولسمشر سره په دغه سفرکې د حکومت اجرايیه ريیس عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د وسله وال پوځ لوی درستیز شېر محمد کریمي، د ملي امنیت لوی ريیس رحمت الله نبیل، د چارو د ادارې لوی ريیس عبدالسلام رحیمي، د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ريیسه سیما سمر، په اقتصادي چارو کې د ولسمشر سلاکار حضرت عمر زاخېلوال، د سولې د عالي شورا د دارالانشا ريیس محمد معصوم ستانکزی او د جمهوري ریاست ویاند اجمل عبید عابدي ملګرتیا کوي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.