ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“افغان پلاوى بايد د امريکا له سفره ښه ګټه پورته کړي”

“افغان پلاوى بايد د امريکا له سفره ښه ګټه پورته کړي”

author avatar
23 Mar 2015 - 15:55
“افغان پلاوى بايد د امريکا له سفره ښه ګټه پورته کړي”
author avatar
23 Mar 2015 - 15:55

کابل (پژواک، ٣ ورى ٩٤): د سياسي چارو يو شمېر شنونکي امريکا ته د افغان چارواکو سفر مهم او د افغانستان د پخواني ولسمشر له سفرونو متفاوت بولي، خو وايي چې دغه سفر به د بېلابېلو دليلونو له امله کومې عمده پايلې ونه لري.

ولسمشر اشرف غني او اجرائيه مشر ډاکتر عبدالله د ٧٠ کسيز پلاوي په مشرۍ دوه ورځې وړاندې د امريکا پلازمېنې واشنګټن ته سفر کړى دى.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې لوړپوړى افغان پلاوى به د امريکا له دفاع، بهرنيو چارو او ماليې وزيرانو، د کنګرې له غړو او له يو شمېر نورو چارواکو سره د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ د پراختيا او بېلابېلو موضوع ګانو په اړه خبرې اترې وکړي.

اجرائيه رياست هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دغه سفر د ملي يووالي حکومت د پياوړتيا او په امنيتي، اقتصادي او د ګډو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د افغانستان او امريکا تر منځ د اړيکو د پراختيا په موخه ترسره شوى دى.

کارپوهان ياد سفر د دواړو هېوادونو لپاره مهم بولي، خو وايي چې افغان پلاوى له ځان سره داسې کومې مهمې لاسته راوړنې نه لري چې امريکايي چارواکو ته دې وړاندې کړي.

د سياسي چارواکو يوه کارپوه وحيد مژده پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا امريکا ته د ملي يووالي د ولسمشر او د اجرائيه مشر لومړى سفر دى او د سفر له اجنډا جوتېږي چې دا د دواړو هېوادونو لپاره مهم سفر بلل کېږي او ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو تر منځ د مهمو موضوعاتو په اړه په کې خبرې وشي.

خو هغه زياته کړه چې ولسمشر د کابينې د نه بشپړتيا او د سولې په پروسه کې د پرمختګ په نه شتون سره په خالي لاس امريکا ته سفر کړى دى.

له څو مياشتو جنجالونو وروسته، دوه مياشتې وړاندې د ملي امنيت او افغانستان بانک د مشرانو په ګډون ٢٤ نوماند وزيران د ملي يووالي حکومت له لوري ولسي جرګې ته ور وپېژندل شول چې له ډلې يې يوازې د ملي امنيت د مشر په ګډون د حکومت ٨ نوماند وزيرانو له ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړه او خپل کارونه يې پيل کړل او پاتې نور وزارتونه تر اوسه د سرپرستانو له لوري پر مخ وړل کېږي.

پرون يو ځل بيا له ملي دفاع وزير پرته د کابينې ١٦ نوماند وزيران هم اعلان شوي، څو له ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړي.

مژده زياته کړه چې د امريکا او نړيوالې ټولنې مرستې، د اداري فساد پر وړاندې په کلکې مبارزې پورې تړلې، خو د ملي يووالي حکومت تر اوسه پورې داسې کوم عملي ګام چې نړيوالې ټولنې ته د منلو وړ وي، نه دى تر سره کړى.

هغه د کابلبانک قضيې ته په اشارې سره وويل چې هغه له فساد سره د مبارزې په برخه کې د ولسمشر يوازېنى ګام و، خو هغه هم تر اوسه پورې بې پايلې پاتې دى او حکومت پرېکړه کړې، څو نوى کابلبانک وپلوري.

ياد کارپوه زياته کړه: “زه فکر نه کوم چې د حکومت دغه ګام دې امريکا ته د منلو وړ وي او ولسمشر بايد د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې عمده لاسته راوړنې درلوداى.”

مژده وويل چې ولسمشر په افغانستان کې له ٢٠١٦ زېږديز کال وروسته د امريکايي ځواکونو د پاتې کېدو په اړه چې د دغه سفر په ترڅ کې به يې په اړه پرېکړه وشي، د خپل سفر يوه لويه لاسته راوړنه بولي، خو که چېرې په دې اړه پرېکړه هم ترسره شي نو هغه کومه لاسته راوړنه نه شو بللى.

هغه وړاندې زياته کړه: ((له دې امله چې د امريکايي ځواکونو شتون به د سولې پروسه له ناکامۍ سره مخ کړي، ځکه که چېرته داسې پرېکړه وشي، وسله وال طالبان به هېڅ وخت له ملي يووالي حکومت سره خبرو ته حاضر نه شي او جګړه به بيا هم دوام ولري.))

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د کابل- اسلام اړيکو په ښه کېدو سره د افغان دولت او وسله والو تر منځ د سولې خبرو اترو هڅې زياتې شوې دي.

افغان ولسمشر ويلي دي چې اوسمهال له بل هر وخت نه د سولې خبرو ته زياته زمينه مساعده ده او په دې برخه کې د ښو لاسته راوړنو هيله لري.

ارګ ويلي چې له وسله والو مخالفينو سره به د سولې خبرې اترې ډېر ژر پيل شي او حکومت به ددې خبرو په هر پړاو کې خلک خبر ساتي.

افغان ولسمشر څو مياشتې وړاندې له امريکا نه غوښتنه کړې وه چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو کې بېړه ونه کړي. په تېرو ورځو کې امريکايي چارواکو ويلي وو چې د اوباما اداره په پام کې لري چې د امريکايي ځواکونو د وتلو پروګرام ته د ولسمشر اشرف غني د غوښتنې او په سيمه کې د امنيتي اړتياوو په پام کې نيولو سره له سره کتنه وکړي.

په افغانستانو کې د سل زره سرتېرو پر مټ د ناټو تر مشرۍ لاندې د ايساف ١٣کلن جګړه ييز ماموريت د ٢٠١٤ کال په وروستيو کې په بشپړه توګه په رسمي ډول پاى ته ورسېد او د ناټو د غوڅ ملاتړ نوى ماموريت چې افغان ځواکونو ته له روزنې، مشورې او همکارۍ څخه عبارت دى، پيل شو چې ورسره سم افغان ځواکونو امنيتي مسووليتونه په بشپړه توګه په غاړه واخيستل.

په افغانستان کې د ناټو په نوي روزنيز ماموريت کې ١٦ زره بهرني سرتېري چې ډېرى يې امريکايان دي، پاتې کېږي. د دې ډلې له درېيو زرو زيات ځانګړي امريکايي ځواکونه دي چې په افغانستان کې د ترهکرۍ ضد مبارزې په عملياتو کې فعاليت کوي.

خو ځيني کارپوهان په دې باور دي چې دغه سفر دواړو خواوو ته ډېر مهم او د پخواني افغان ولسمشر د سفرونو سره توپير لري.

د سياسي چارو يو بل کارپوه بشير بېژن وايي چې امريکا ته د ولسمشر او ورسره پلاوي سفر داسې مهال تر سره کېږي چې په تېرو درېيو کلونو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوره کې د افغانستان او امريکا اړيکې د پيکه کېدو په حال کې وې.

د ده په خبره، په دغه سفر کې پر ځينو مهمو موضوعاتو بحث کېږي او ولسمشر به ډېرې مهمې ليدنې ولري چې بايد سمه ګټه ورڅخه واخيستل شي.

خو بېژن وويل: ((که څه هم دا به سمه نه وي چې له وخت وړاندې قضاوت وکړو، خو زه فکر کوم چې دغه سفر به د نورو پخوانيو سفرونو په څېر هغه لاسته راوړنې چې بايد لرلې يې وى، ونه لري؛ په تېرو ١٣ کلونو کې پخواني ولسمشر او کاري دلې يې تر ډېره د خپلو شخي ګټو په اړه فکر کاوه او اوس هم همدا کيسه ده.))

دغه کارپوه زياته کړه چې که چېرې ولسمشر او اجرايي مشر په دغه سفر کې د تېرو ١٣ کلونو تجربو ته په پام سره ملي ګټو ته لومړيتوب ورکړي او په جرئت سره بحث او خبرې وکړي، نو له ډېرو اوچتو لاسته راوړنو سره به راستانه شي.

ولسمشر غني له سي اېن اېن ټلويزيوني شبکې سره په تازه څرګندونو کې ويلي، هر څومره که امريکا او افغانستان د يوې کړنلارې له مخې سره نږدې شوي، خو د دواړو هېوادونو تر منځ ګډې ګټې هم شته چې يوه يې له ترهګرۍ سره مبارزه ده.

د افغانستان او پاکستان په چارو کې د امريکا د ځانګړي استازي مرستيالې مېرمن لورا مېلر ويلي چې امريکا د افغانستان د ملي يووالي له حکومت سره د مرستې په برخه کې د مرستې ځانګړې لارې چارې په پام کې نيولې ډېرى يې ولسمشر غني او د هغه دولت ته لومړيتوب دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له ولسمشر سره په دغه سفرکې د حکومت اجرائيه مشر عبدالله عبدالله، د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر، د ماليې وزير اکليل حکيمي، د وسله وال پوځ لوی درستيز شېر محمد کريمي، د ملي امنيت لوی رييس رحمت الله نبيل، د چارو د ادارې لوی رييس عبدالسلام رحيمي، د بشري حقونو د خپلواک کميسيون مشره سيما سمر، په اقتصادي چارو کې د ولسمشر سلاکار حضرت عمر زاخېلوال، د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشر محمد معصوم ستانکزی او د ولسمشر وياند اجمل عبيد عابدي ملګرتيا کوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.