ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ په لوبغالي کې چاودنې ١٦ ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله

د کرکټ په لوبغالي کې چاودنې ١٦ ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله

author avatar
23 Mar 2015 - 18:56
د کرکټ په لوبغالي کې چاودنې ١٦ ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله
author avatar
23 Mar 2015 - 18:56

غزني ښار (پژواک ۳ وری ۹۴): د غزني چارواکي او خلک وايي، د کرکټ لوبغالي کې د ماين چاودنې له امله شپږ ماشومان وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

د سيمې خلکو د وژل شويو ماشومانو مړي د لاريون په ډول د ولايت مخې ته رواړي وو او له دولت څخه يې د دې پېښې د څېړنې او د عاملينو د نيولو غوښتنه کوله.

دوى ويل، چې نن له غرمې وروسته په شاوخوا څلورو بجو د غزني ښار د قلعه قاضي په سيمه کې هغه مهال يوه چاودنه وشوه، کله چې ماشومانو د کرکټ لوبه کوله.

د غزني د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر اسدالله انصافي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودېدونکي توکي په يوه بايسکل کې ځای پرځای او وروسته يې دغه بايسکل د کرکټ په لوبغالي کې درول شوى و.

ده زياته کړه، کله چې ماشومانو د کرکټ لوبه پيل کړې، دغه بايسکل ته چاودنه ورکړل شوې، چې په ترڅ کې يې شپږ ماشومان ووژل شول او١٠ تنه نور ټپيان شول.

د قلعه قاضي سيمې اوسېدونکو، چې خپل مړي يې د اعتراض په ډول د ولايت مقام دروازې ته راوړي وو، له دولت څخه غوښتنه کوله، چې د دې پېښې عاملين دې ونيسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.

ابراهيم چې خپل ورور يې په دې پېښه کې وژل شوی دى، وايي، چې دا کار وسله والو طالبانو کړی دى.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((بايد د دې ماشومانو غچ واخيستل شي، دولت دې هغه کسان ونيسي چې دا کار يې کړی دى.))

لعل محمد چې په ياده پېښه کې يې يو شمېر خپلوانو ته مرګ ژوبله اوښتې، وايي، کله چې ماشومان د کرکټ په لوبه باندې بوخت وو، وسله والو طالبانو يو ريموټي ماين ته چې په بايسکل کې يې ځای پرځای کړی وو، چاودنه ورکړه.

هغه زياتوي، چې ټپيان يې روغتون ته وړي دي.

خو د امنيت امر وايي، چې د دې پېښې د عاملينو د نيولو په اړه پلټنې روانې دي.

هغه وويل: “وسله والو طالبانو ويلي دي، چې د کرکټ لوبه حرامه ده او دا لوبه نه بايد ماشومان او يا هم ځوانان وکړي.”

وسلوالو طالبانو ويلي چې دوى په دې پېښه کې لاس نه لري او ادعا يې کړې ده، چې دولتي ځواکونو دغه کار ترسره کړى دى.

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.