کابل (پژواک، ٣ ورى ٩٤): نن په کابل کې سلګونو کسانو په يوه لاريون کې د فرخندې د وژنې قضيې د جدي څېړنې غوښتنه وکړه او د دې وژل شوې مېرمنې د سوځېدو په ځاى کې يې نيالګى کېښود.
مېرمن فرخنده د کب په ٢٨مه د کابل د شاه دو شمشېره جومات مخې ته خلکو په وهلو، وهلو ووژله او بيا يې د هغې مړى وسوځاوه.
خلکو ويل چې فرخندې قران کريم ته اور اچولى، خو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ويلي چې په ياده سيمه کې قران کريم نه دى سوځول شوى.
نن سلګونو کسانو د يوه لاريون په ترڅ کې د دې قضيې د جدي پلټنې او عاملينو ته يې د جزا ورکولو غوښتنه وکړه.
د لاريون ډېره برخه نجونې وې او مخونه يې د فرخندې په وينو سرو تصويرونو پټ کړي وو او د ((د دې پېښې عاملان دې مجازات شي، د فرخندې د وينې غچ اخلو او دا وژنه د دولت په تندي د پېغور داغ دى)) شعارونه ورکول.
د دې ګوند يوې بلې غړې خالدې وويل: ((موږ د عدالت غوښتونکي يو، ښځې دې په صحرايي محکمو کې نه محاکمه کېږي.))
هغې زياته کړه چې دولت دې د ښځو خونديتوب ته پاملرنه وکړي او د دې پېښې ټولو عاملينو ته دې جزا ورکړي.
د لاريون يوه بل ګډونوال محراب حسين شېرزاد وويل چې په دغه جرم کې نه يواځې چې ځيني نندارچيان، بلکې پوليس هم ښکېل وو او بايد ټولو ته د خپلو اعمالو جزا ورکړل شي.
د هغه په خبره، د فرخندې بې رحمانه وژنې د دولت حاکميت تر پوښتنې لاندې راوستى، ځکه دولت کولى شواى چې د يوې ناحقې وژنې مخنيوى وکړي.
لاريون کوونکي وروسته د کابل سيند څنډې ته ولاړل او په هغه ځاى کې يې يو نيالګى خښ کړ چې فرخنده په کې سوځول شوې وه.
دغه لاريون د افغانستان د پيوستون ګوند له خوا جوړ شوى و او د يو شمېر هغو چارواکو او کسانو چليپا شوي تصويرونه يې هم له ځان سره لېږدول چې دوى يې په قضيه کې ښکېل بولي.
په دې ډله کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مرستيالې، د وزيراکبر خان جومات د خطيب مولوي اياز نيازي، د مشرانو جرګې د شکايتونو کمېسيون د مشر زلمي زابلي او د کابل امنيه قوماندانۍ د وياند حشمت ستانکزي تصويرونه شامل وو.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د مېرمن فرخندې د وژنې پېښې د هر اړخيزې څېړنې لپاره د مولوي محى الدين بلوچ په مشرۍ يو کمېسيون ګومارلى او دنده يې ورسپارلې چې دغه قضيه له شرعي او حقوقي اړخونو وڅېړي او خپل راپور دې ارګ ته وړاندې کړي.
د حکم له مخې، د کورنيو چارو وزارت مکلف دی چې د دې پېښې په مخنيوي کې د امنيتي بنسټونو مسووليت وڅېړي او له دا ډول پېښو سره د مبارزې او مخنيوي لپاره د اړوندو بنسټونو د وقايوي تدبيرونو په اړه خپل رپوټ وړاندې کړي.
له بلې خوا د کورنيو چارو وزارت وايي چې په دې قضيه کې د تړاو په تور يې ١٣ تنه نيولي او د کابل ښار دويمې امنيتي حوزې د ١٣ چارواکو دندې يې ځنډولې دي.
د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي له جنايي جرمونو سره د مبارزې عمومي رياست ته امر کړى چې د فرخندې د وژنې قضيه په جدي او کره توګه وڅېړي او خپلې څېړنې دې ژر تر ژره له ده سره شريکې کړي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن