ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې ۱۳ وسله وال وژل شوي

هلمند کې ۱۳ وسله وال وژل شوي

author avatar
23 Mar 2015 - 13:48
هلمند کې ۱۳ وسله وال وژل شوي
author avatar
23 Mar 2015 - 13:48

لښکرګاه (پژواک، ۳ وری ۹۴): د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې په سنګين ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال ١٣ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو د عامه اړيکو مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي اردو ځواکونو تېره ورځ د ذوالفقار عملياتو په لړ کې سنګين ته رسېدلي دي.

د ځاځي د معلوماتو له مخې، په دغو عملياتو کې چې د جوشالي په سيمه کې کې شوي، د لسو وزيرستانيانو په ګډون ١٣ وسله وال وژل شوي دي.

هغه وويل چې د وژل شوو کسانو مړي په سيمه کې پاتې دي.

ځاځي وويل، دوى هڅه کوي د نيول شوو سيمو امنيت په دوامداره توګه خوندي کړي.

نوموړي زياته کړه چې امنيتي ځواکونو په جوشالي سيمه کې خښ ١٦ ماينونه هم شنډ کړي، يوه مخابره او د کلاشينکوف سلګونه مرمۍ يې ترلاسه کړې دي.

هغه وويل چې د تېرې ورځې په عملياتو کې د مخالفينو درې پټنځايونه له منځه تللي او دغه راز په موسى کلا ولسوالۍ کې هم عمليات شوي چې له امله يې دوه طالبان ټپيان شوي دي.

ځاځى وايي چې په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

طالبان وايي چې لا هم په سنګين کې جګړه روانه ده او ګڼو دولتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده، خو چارواکي بيا دا ادعا بې بنسټه بولي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.