ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“پر ټاکنيز نظام له منځه تللى باور بايد ژوندى شي”

“پر ټاکنيز نظام له منځه تللى باور بايد ژوندى شي”

author avatar
23 Mar 2015 - 17:44
“پر ټاکنيز نظام له منځه تللى باور بايد ژوندى شي”
author avatar
23 Mar 2015 - 17:44

کابل(پژواک، ٣ ورى ٩٤): د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون وايي، په ټاکنيز نظام کې اصلاحات پراخه اړخونه لري او کمېسيون ته دنده ورکړل شوې، چې نيمګړتياوې او تشې په ګوته او د حل لارو وړانديز وکړي.

په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو رامنځته کول، د ولسمشر او اجرايي مشر ترمنځ د شوي سياسي هوکړه ليک يوه مهمه برخه ده، چې د کمېسيون د جوړېدو په اړه له اندېښنو ډېرېدو وروسته، ولسمشر اشرف غني د ياد شوي کمېسيون د جوړېدو فرمان دوې ورځې وړاندې صادر کړ.

دا کمېسيون ١٥ غړي لري، چې بنسټيزه موخه يې په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو راوړل، د ولسي نظام پياوړتيا، پر اصلاحاتو د خلکو باور، د قانون حاکميت ټينګول او د ټاکنيزو سرغړونو څخه مخنيوى ښودل شوى دى.

د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون غړي ګل احمد مددزي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دې کمېسيون تر اوسه خپل کار په رسمي ډول نه دى پيل کړى، خو لومړۍ ناسته به يې ډېر ژر تر سره شي.

هغه زياته کړه چې د کمېسيون کاري کړنلاره هم د کمېسيون د جوړېدو په اړه د ولسمشر له فرمان سره مل ده او کمېسيون به د همدې کړنلارې پر بنسټ فعاليت وکړي.

مددزي زياته کړه: ((کمېسيون ګومارل شوى، څو د ټاکنيز نظام بېلابېل اړخونه په قانون کې د شته ستونزو او تشو او د ټاکنو د ناسم مديريت په اړه د کمېسيون د چارواکو په اړه شوي اعتراضونه وڅېړي او خپله اصلاحي طرحه ولسمشر ته وړاندې کړي.))

د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون دې غړي وويل، چې د ټاکنيز نظام اصلاحات پراخه اړخونه لري او امکان نه لري، چې د کمېسيون د کار وخت وټاکي، خو د هېواد وضعيت او د روان کال په چنګاښ مياشت کې د ملي شورا ټاکنو ته په پام سره، هڅه کېږي چې کمېسيون خپل کار پاى ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ټاکنو د څار بنسټ (ايوا) د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون له جوړېدو هرکلى او هيله يې څرګنده کړې، چې دغه کمېسيون وکولى شي چې د ټاکنيزو اصلاحاتو په برخه کې شته اړتياوو او هيلو ته سم ځواب ووايي.

خو دغه بنسټ وايي، د کمېسيون د غړو په ټاکنه کې د انتخاباتو په برخه کې  د تخصص او تجربې معيار ته اړينه پاملرنه نه ده شوې او په کمېسيون کې د متخصصو بنسټونو ونډې ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

د ايوا په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دې موضوع ته په پام سره، دغه بنسټ اندېښنه لري چې ټاکنيز اصلاحات تر ډېره سياسي رنګ لري او هغه بنسټيزو اصلاحاتو ته پاملرنه نه ده شوې، چې خلک او مدني ټولنې يې غوښتنه کوي.

ياد شوى ټاکنيز بنسټ وړانديز کوي، چې د ټاکنو اصلاحاتو کمېسيون دې خپل کارونه د ستونزو د مخنيوي په موخه له مدني بنسټونو په ځانګړي ډول په ټاکنو پورې اړوندو تخصصي بنسټونه سره په مشوره مخته يوسي او د ټاکنيزو اصلاحاتو پروسه دې له توقع سره سم ترسره کړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.