ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محبوب الله محبي د کابل سرپرست والي و ټاکل شو

محبوب الله محبي د کابل سرپرست والي و ټاکل شو

author avatar
24 Mar 2015 - 16:02
محبوب الله محبي د کابل سرپرست والي و ټاکل شو
author avatar
24 Mar 2015 - 16:02

کابل (پژواک، ٤ ورى ٩٤ ) : د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مقام د حکم په اساس محبوب الله محبي د کابل ولايت د سرپرست په توګه ټاکل شوى دى.

د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وياند تواب غورځنګ د وري په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مقام له لوري د ۱۳۹۳کال د کب د مياشتې د اته ويشتمې نېټې د ۹۷۰ ګڼه حکم پر اساس ، د کابل پخواني والي عبدالجبار تقوا، د استعفی تر منظورۍ وروسته ، د ولايت مرستيال محبوب الله محبي د کابل ولايت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

هغه زياته کړه، چې محبي به د نوي والي تر ګومارنې پورې، د کابل ولايت د چارو سرپرستي کوي.

سرچينه وايي،  محبي په کابل پوهنتون کې د اقتصاد په برخه کې لوړې زده کړې کړې دي او له تېرو دوو کلونو راهيسې يې د کابل د مرستيال والي په توګه دنده ترسره کوله.

محبي ، تر دې پخوا د سيمه ييزو ارګانونو په خپلواکه اداره او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په کمېسيون کې هم دنده تر سره کړې ده.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.