ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: قرباني ورکوو، خو ماتې نه منو

ولسمشر غني: قرباني ورکوو، خو ماتې نه منو

author avatar
24 Mar 2015 - 10:43
ولسمشر غني: قرباني ورکوو، خو ماتې نه منو
author avatar
24 Mar 2015 - 10:43

کابل (پژواک، ٤ ورى ٩٤): د افغانستان ولسمشر امريکا متحده ايالاتو ته د خپل رسمي سفر په دويمه ورځ وويل چې افغانستان له ترهګرۍ سره په جګړه کې قرباني ورکوي، خو ماتې به هېڅکله ونه مني.

د ولسمشر د وياند دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان  ولسمشر اشرف غني امريکا متحده ايالاتو ته د خپل سفر په دويمه (تېره ورځ) په ځايي وخت له غرمې وړاندې په پينټاګون کې د هغه هېواد د بهرنيو چارو او دفاع وزيرانو له هرکلي سره په داسې حال کې مخ شو چې د دواړو هېوادونو ملي سردونه هم غږول کېدل.

سرچينه ليکي چې لومړى د امريکا د دفاع وزير اشټون کارټر په خپلو خبرو کې ولسمشر غني، ډاکټر عبدالله او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او د امريکايي او افغان ځواکونو د قربانيو يادونه يې وکړه.

کارټر همدارنګه افغانانو ته  د خدمت په برخه کې د ولسمشر غني هلې ځلې ستايلې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د افغانستان د خلکو او حکومت په استازولۍ په خپله وينا کې په تېرو ١٣ کلونو کې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د قربانيو درناوى کړى او ويلي يې دي: ((له تاسې نه هر يوه د افغانستان د خلکو په زړونو کې ښې خاطرې پرېيښې دي.))

ولسمشر زياته کړې چې د امريکا د محاربوي ځواکونو رول د ٢٠١٤ زېږديز کال د ډسمبر په ٣١مه پاى ته رسېدلى او د افغانستان وياړلو ځواکونو ته روزنه ورکوي.

ولسمشر وويل چې افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړ دى او په دې برخه کې يې زياتې قربانۍ ورکړې دي، هغه زياته کړه: ((موږ قرباني ورکوو، خو ماتې هېڅ وخت نه منو.))

غني ويلي: ((ترهګري يوه منفي ښکارنده او ګواښ دى، خو افغانان غواړي چې ترهګرو ته دغه حقيقت ووايي چې تاسې موږ تر خپل اغېز او فشار لاندې نه شى  راوستلې او موږ د برياوو پر لور وړاندې ځو.))

ولسمشر څرګنده کړه چې د افغانستان او امريکا همکاري بنسټيزه ده او افغانستان له ازادۍ د دفاع په برخه کې د نړيوالې مبارزې په لومړۍ ليکه کې ولاړ دى.

هغه امريکايانو ته خطاب کې وويل: ((تاسې يواځې د جګړې لپاره افغانستان ته نه ياست راغلي، بلکې په پراختيايي چارو لکه د ښوونځيو، سړکونو او بندونو په جوړولو کې مو هم ونډه اخيستې ده.))

د سرچينې په وينا، ولسمشر غني زياته کړې: ((زما پيغام دا دى چې موږ نه غواړو د اوږو بار شو، موږ اوس دا غوښتنه نه لرو چې امريکا زموږ لپاره څه کار کولى شي، بلکې غواړو دا ووايو چې افغانستان د خپل ځان او نړيوالو لپاره څه کار کولى شي.))

افغان ولسمشر د يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د وري مياشتې په دويمه شپه د امريکا متحده ايالاتو ته په يوه رسمي پنځه ورځني سفر روان شو.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.