واشنګټن (پژواک، ٤ ورى ٩٤): د امريکا دفاع وزارت وايي چې له کانګريسه به د راتلونکو دوو نورو کلونو لپاره هم د ٣٥٢ زره افغان ځواکونو د لګښت غوښتنه وکړي.
دغه څرګندونې د امريکا د دفاع وزير اشټون کارټر د امريکا په کمپ ډېويډ سيمه کې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله سره تر ليدنې وروسته په يوه ګډه خبري غونډه کې کړې دي.
په دې خبري غونډه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري هم شتون درلود.
کارټر زياته کړې: ((نن موږ اعلان کوو، دفاع وزارت به له کانګرېس څخه تر ٢٠١٧ زېږديز کاله پورې د افغانستان د ٣٥٢ زره امنيتي ځواکونو د لګښتونو لپاره د بوديجې غوښتنه وکړي.))
د هغه په وينا، دغه ژمنه د دې څرګندونه کوي چې امريکا له افغانستان سره خپلو اوږود مهاله همکاريو او ملګرتيا ته اهميت ورکوي.
ده زياته کړې: ((د افغان ځواکونو د لګښتونو په اړه به نورې تفصيلي خبرې په سپينه ماڼۍ کې د افغانستان او امريکا د ولسمشرانو تر منځ د غونډې پر مهال کېږي.))
د امريکا د دفاع وزير اشټون کارټر او د بهرنيو چارو وزير جان کيري له افغانستان څخه د ټولو سرتېرو د ايستلو د مهالوېش په اړه د پوښتنو له ځوابونو ډډه وکړه.
دوى زياته کړې چې پر دې موضوع مشورې او بحثونه روان دي او وروستۍ پرېکړه به ولسمشر بارک اوباما کوي.
د دوى په وينا، ولسمشر غني او ولسمشر بارک اوباما په دې اړه وخت په وخت خبرې کړې او ولسمشر غني غوښتنه کړې چې د مهالوېش د پلان په اړه بايد له سره غور وشي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن