ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا او  طالبانو د فرخندې وژل وغندل

امريکا او طالبانو د فرخندې وژل وغندل

author avatar
25 Mar 2015 - 16:08
امريکا او  طالبانو د فرخندې وژل وغندل
author avatar
25 Mar 2015 - 16:08

کابل (پژواک، ٥ ورى ٩٤): په کابل کې د امريکا سفارت او وسله والو طالبانو د فرخندې د وژلو پېښه په کلکو ټکو غندلې او طالبانو ويلي چې د امکان په صورت کې به يې عاملينو ته سخته سزا ورکړي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ (د تېر کال د کب ٢٨مه) په کابل ښار کې د شاه دوشمشېره په زيارت کې يوه مسلمانه ښځه د قرانکريم په سوځولو تورنه شوه او بيا د ګڼو کسانو له خوا چې احساسات يې را پارېدلي وو، په خورا بد حال  ووژل شوه  او بيا يې جسد هم ور وسوځاوه.

 وروسته  دا خبره روښانه شوه چې دغه ښځه د کومې دسيسې په پايله کې لومړی د قران کريم په سوځولو تورنه شوې او بيا وژل شوې ده.

په کابل کې د امريکا سفارت له خوا د کب په ٥مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوى په ظالمانه ډول د فرخندې وژنه غندي.

سرچينې زياته کړې چې دوى له  افغانانو  سره يو ځاى غوښتنه کوي چې په ياده پېښه کې ککړ کسان د قانون منګولو ته وسپارلي.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((موږ د افغانستان د حکومت له خوا د قانون د حاکميت د پراختيا او د جنسي تبعيضونو د له منځه وړو لپاره د روانو هلو ځلو او هڅو ملاتړ کوو.))

بلخوا د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له لوري پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوى دغه شومه دسيسه چې له قران کريم څخه ناوړه ګټه اخيستل شوې او بيا يو بې ګناه انسان يې په پايله کې وژل شوى، په کلکو ټکو غندي او کورنۍ ته يې تعزيت وايي.

سرچينه زياتوي، د دې پېښې په اړه يې ژمنه دا ده چې د امکان په صورت کې به اصلي عاملينو ته، چې د دې بې ګناه ښځې د مرګ لامل شول، خلک يې د خپل شوم غرض لپاره راوپارول او د قران کريم له حرمت څخه يې په شخصي موضوع کې ناوړه استفاده وکړه، سخته سزا ورکوو، تر څو  د نورو دا ډول ناوړه پېښو د مخنيوي لامل شي.

پرون د کورنيو چارو وزارت ويلي وو چې له دې پېښې سره د تړاو په تور د ٢٠ پوليسو په ګډون ٤٢ کسان نيول شوي او دغه بهير به په دې پېښه کې د وروستي ښکېل کس تر نيولو پورې دوام وکړي.

سرچينې زياته کړې وه، پوليس د يادې پېښې په اړه د معلوماتو په راټولولو سخت بوخت دي او د څېړنو د پايلو له معلومېدو وروسته به په دې برخه کې لازم جدي اقدامات ترسره شي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.