ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فرخندې د قاتلينو د محاکمې غوښتنه وشوه

د فرخندې د قاتلينو د محاکمې غوښتنه وشوه

author avatar
25 Mar 2015 - 18:22
د فرخندې د قاتلينو د محاکمې غوښتنه وشوه
author avatar
25 Mar 2015 - 18:22

کندهار، ميمنه (پژواک ٥ ورى ٩٤): په کندهار او فارياب ولايتونو کې د مدني ټولنو لسګونو ښځينه او نارينه استازو د يوې احتجاجي غونډې په جوړولو د فرخندې وژنه په سختو ټکو وغندله او د هغې د قاتلينو د محاکمې غوښتنه يې وکړه.

٢٧ کلنه فرخنده تېره اوونۍ د شاه دو شمشېره جومات مخې ته د يو شمېر کسانو له لوري له وهلو وروسته ووژل شوه او وروسته يې جسد هم وسوځول شو.

خلکو ادعا کوله، چې فرخندې قران کريم ته اور ورته کړى دى، خو د ارشاد، حج او اوقاو او کورنيو چارو وزارتونو چې د پېښې د څېړنې مسووليت پر غاړه لري، ويلي چې په دې سيمه کې د قران کريم د سوځولو هېڅ پېښه نه ده شوې.

د کندهار لسګونه ښځينه او نارينه د همدې پېښې د غندلو په موخه په کندهار پرېس کلب کې سره رايوځاى شوي وو او د يوې احتجاجي غونډې په ترڅ کې يې د فرخندې د قاتلينو د نيولو او محاکمه کولو غوښتنه وکړه.

د ګلمکۍ په نوم يوې ويناوالې وويل، د فرخندې وژنه له بېلابېلو اړخونو يوه ډېره دردوونکې پېښه ده، ځکه له دين او ټولنيزو اخلاقو څخه ناخبرو د کوڅې او بازار جاهلانو قانون په خپل لاس کې واخيست، د اسلام له نوم څخه يې ناوړه استفاده وکړه او په همدې نوم يې يوه بې ګناه تور سرې په ډېر وحشت ووژله او بيا وسوځوله.

هغې، دغه پېښه د بشر او انساني کرامت د سپکاوي تر ټولو بې سارې بده پېښه ياده کړه او ويې ويل: ((اوس د ټولو هېوادوالو سترګې د اړوندو مسوولينو لوري ته دي، ترڅو عدالت تامين کړي.))

د نوموړې په وينا، دې پېښې د افغانستان د ټولو وګړو زړونه دردولي، ترڅو چې د هغې د قتل ټول عاملين نيول شوي او په عام محضر کې محاکمه شوي نه وي، د دغسې نورو پېښو مخنيوى نه شي کېداى.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رييس دواخان مينه پال او د کندهار د بشر حقونو د ادارې استازي صاحبزاده نالان هم وويل چې دغه راز پېښې د دين تر عنوان لاندې د خلکو له احساساتو څخه په ناسمې ګټنې رامنځ ته کېږي.

هغوى هم په خپل وار په ټولنه کې د اصلاحاتو او د جرمونو د مخنيوي په موخه د فرخندې د قاتلينو علني محاکمه وغوښته.

له دې سره په خوا کې د کندهار لسګونو مېرمنو هم د ښځو چارو په  رياست کې د فرخندې د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.

مېرمنو د هغې اروا ته دعا وکړه او دغه راز يې له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د عدالت د ټينګښت په موخه دې د فرخندې د قتل په جرم کې ټول شريک کسان محاکمه کړي.

له بلې خوا د فارياب د مدني ټولنې لسګونو فعالينو د يوې ناستې په ترڅ کې د فرخندې وژنه وغندله او د عاملينو د محاکمه کولو غوښتنه يې وکړه.

هغوى د “موږ عدالت غواړو، جهالت بس دى، د فرخندې د وژنې عاملين دې بې له ځنډه محاکمه شي، د پوليسو د چلند په اړه دې بيا کتنه وشي” د شعارونو په ورکولو سره، له دولته وغوښتل چې دې پېښې ته په جدي ډول لاسرسى وکړي او عاملين يې محاکمه کړي.

دغه راز هغوى ويل، چې فرخنده په هېڅ يوې ډلې، قوم، مذهب پورې تړاو نه لري؛ هغه د ټولې نړۍ او افغانستان د خلکو لور ده.

د يادې غونډې يوې ګډونوالې يولدوز مسرور پژواک ته وويل، چې فرخنده يوه باحجابه، د قرآن حافظه وه او په ديني مسايلو پوهه وه، چې د يو شمېر اوباشو کسانو له لوري د پوليسو په وړاندې ووژل شوه.

په فارياب کې د بشر حقونو د کمېسيون د دفتر مشر سيد حفيظ الله فطرت فاريابي له دولته وغوښتل، چې د بشر حقونو ناقضين دې ژر تر ژره محاکمه کړي او په ځانګړي ډول دې پر ښځو د تاوتريخوالي د مخنيوي قانوني دې پلى شي.

د فارياب د مدني ټولنو د شبکو غړي ډاکټر معروف ثمر وويل، که دولت د فرخندې د وژنې عاملين محاکمه نه کړي، دوى به خپلو مدني حرکتونو ته دوام ورکړي.

د ويلو ده، چې له دې وړاندې هم په کابل، جوزجان، کندوز، باميان، هرات، بلخ او يو شمېر نورو ولايتونو کې خلکو د لاريونونو په ترڅ کې د فرخندې وژنه په کلکه غندلې او عاملانو ته يې د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

د کورنيو چارو وزارت بيا وايي، چې له دې پېښې سره د تړاو په تور د ٢٠ پوليسو په ګډون ٤٢ کسان نيول شوي او دغه بهير به په دې پېښه کې د وروستي ښکېل کس تر نيولو پورې دوام وکړي.

سرچينې زياته کړې وه، پوليس د يادې پېښې په اړه د معلوماتو په راټولولو سخت بوخت دي او د څېړنو د پايلو له معلومېدو وروسته به په دې برخه کې لازم جدي اقدامات ترسره شي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.