واشنګټن (پژواک، ٥ ورى ٩٤): ولسمشر اشرف غني نن د امريکا د کانګرېس ګډې غونډې ته وينا کوي.
ولسمشر اشرف غني د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ چې اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله هم په کې شامل دى، امريکا تللى.
ټاکل شوې ولسمشر اشرف غني نن (د وري ٥مه) د امريکا د متحدو ايالاتونو د کانګرېس ( ملي شورا) ګډې غونډې ته وينا وکړي.
ولسمشر ته نږدې سرچينې وايي چې هغه به په خپله وينا کې د امريکا له وکيلانو او ټېکس ورکوونکو مننه وکړي چې د افغانستان امنيت، ثبات او د سولې لپاره يې مرستې کړې دي.
ټاکل شوې د امريکا د دواړو جرګو (سنا، ولسي جرګه) ګڼ شمېر وکيلان د ولسمشر اشرف غني د وينا اورېدو لپاره حاضر وي.
ولسمشر غني کانګريس ته خپله وينا برابره کړې او په همدې موخه تېره شپه د بهرنيو چارو د وزير جان کيري په مېلمستيا کې هم له ټاکلي وخت څخه مخکې ووت.
تر دې مخکې پرون ولسمشر اشرف غني د امريکا له ولسمشر بارک اوباما سره ځانګړې ليدنه وکړه او دواړو بيا يوې خبري غونډې ته وينا هم وکړه.
د امريکا وکيلانو او سناتورانو د دواړو هېوادونو د مشرانو د پرونيو څرګندونو هرکلى کړى دى.
د مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو د کمېسيون غړي اېډم سمېت امريکا ته د ولسمشر غني د سفر او د هغه د بيګانيو څرګندونو هرکلى کړى دى.
هغه د ولسمشر بارک اوباما ستاينه کړې چې د نوي افغان حکومت او د مشرانو ملاتړ يې وکړ او د سرتېرو د ايستلو په مهالوېش کې يې د بدلون پرېکړه وکړه.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن