ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوې مور پر خپلې نوې زېږېدلې لور د فرخندې نوم کېښود

يوې مور پر خپلې نوې زېږېدلې لور د فرخندې نوم کېښود

author avatar
25 Mar 2015 - 15:24
يوې مور پر خپلې نوې زېږېدلې لور د فرخندې نوم کېښود
author avatar
25 Mar 2015 - 15:24

پلخمري- فيروزکوه (پژواک، ٥ ورى ٩٤): بغلان کې يو شمېر لاريون کوونکو په کالنۍ کې د فرخندې د مړينې د ورځې د ثبتېدو غوښتنه وکړه او دغه راز يوې مېرمنې په غور ولايت کې پر خپلې نوې زېږېدلې لور د فرخندې نوم اېښى دى.

٢٧ کلنه فرخنده تېره اوونۍ د شاه دو شمشېره جومات مخې ته د يو شمېر کسانو له لوري له وهل ډبولو وروسته ووژل شوه او وروسته يې مړى هم ور وسوځاوه.

خلکو ادعا کوله چې فرخندې قرانکريم ته اور ورته کړى، خو د ارشاد، حج او اوقاو او کورنيو چارو وزارتونو چې د يادې پېښې د څېړنې په موخه پر دنده ګومارل شوي، ويلي چې په ياده سيمه کې د قرانکريم کومې نسخې ته اور نه دى اچول شوى.

د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې نن د مدني فعالانو، ښځو او عالمانو په ګډون سلګونه کسانو په لاريون لاس پورې کړ او د يادې پېښې عاملانو ته يې د سزا غوښتنه کوله.

يوې مېرمنې سوسن وفا وويل: “موږ به د فرخندې خاطره همېشه ژوندى وساتو او د دغه جنايت عاملان بايد محاکمه شي.”

د دوى له لوري په شپږ ماده ييز پرېکړه ليک کې له دولته غوښتل شوي چې د فرخندې د قتل ورځ په کالنۍ کې ځاى پر ځاى کړي او تر څنګ يې بايد عالمان د هغې د شهادت فتوا هم ورکړي.

په دې پرېکړه ليک کې پوليس په خپله دنده کې پر بې پروايۍ تورن شوي او ويل شوي چې دولت بايد د يادې پېښې په اړه خپل دريځ څرګند کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کورنيو چارو وزارت وايي چې د فرخندې د قتل په تړاو يې د ٢٠ پوليسو په ګډون ٤٢ کسان نيولي او په دې اړه به خپلو څېړنو ته دوام ورکړي.

دغه راز ولسمشرۍ رياست هم د فرخندې د قتل د څېړنې په موخه د مولوي محي الدين په مشرۍ يو پلاوى ټاکلى، چې په رسمي ډول يې خپل کار پيل کړى دى چې په راتلونکي کې به خپلې پايلې له ولسمشرۍ رياست ته وړاندې کړي.

دغه راز نن په غور ولايت کې د عالمانو او يو شمېر ښځو له لوري د فرخندې د فاتحې مراسم او قرانکريم ختم هم ترسره شول.

د غور د ښځو ټولنې مشرې فريده ناصري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه مراسم يې د دې لپاره چې د فرخندې روح ښاد وي، ونيول.

په ورته مهال د غور په ولايتي روغتون کې يوې مېرمنې په خپلې نوې زېږدلې لور باندې د فرخندې نوم اېښى دى.

د دغې نوې زېږېدلې ماشوم مور جمعه ګل وويل: “ما خپلې لور ته ځکه د فرخندې نوم ورکړ، څو د فرخندې نوم چې شهيده شوه، ژوندى پاتې شي.”

د ويلو ده چې له دې وړاندې هم په کابل، جوزجان، کندوز، باميان، هرات، بلخ او يو شمېر نورو ولايتونو کې خلکو د لاريونونو په ترڅ کې د فرخندې وژنه په کلکه غندلې او عاملانو ته يې د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.