ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګلالۍ: د بلخ د والي په ملاتړ لاسليکونه په زوره اخيستل شوي

ګلالۍ: د بلخ د والي په ملاتړ لاسليکونه په زوره اخيستل شوي

author avatar
25 Mar 2015 - 15:47
ګلالۍ: د بلخ د والي په ملاتړ لاسليکونه په زوره اخيستل شوي
author avatar
25 Mar 2015 - 15:47

کابل- مزارشريف (پژواک، ٥ ورى ٩٤): په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازې مېرمن ګلالۍ نور ساپۍ ادعا کوي چې د بشري حقونو د خپاره شوي راپور په غبرګون د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور په ملاتړ د لاسليکونو د ټولولو په پروسه کې له زورزياتي کار اخيستل شوی دى.

خو د عطامحمد نور وياند منير فرهاد دغه څرګندونې د خندا وړ وبللې او رد يې کړې.

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان په خپل يوه تازه راپور کې چې د تېر کال د کب په ۱۴مه خپور شوى، د بلخ سرپرست والي عطاء محمد نور، د اروزګان د شخصي وسله والو قوماندان عبدالحکيم شجاعي، په پکتيکا کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان عزيز الله، د تخار د ملي امنيت پخوانى رييس جنرال نجيب الله، د تخار پخوانی امنيه قوماندان خيرمحمد تيمور، په کندوز کې د جمعيت پخوانى قوماندان مير علم، د ملي امنيت پخوانى رييس اسدالله خالد او د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق يې له بشري حقونو پر سرغړونې تورن کړي دي.

دغه سازمان د افغانستان له حکومته غوښتي چې دغه کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازې مېرمن ګلالۍ د وري په ۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ياد راپور کې د داسې کسانو نومونه هم شته چې ولس ترې خبر دی چې د بشر حقوق يې نقض کړي دي.

نوموړې د بېلګې په توګه په دغه راپور کې د اروزګان د شخصي وسله والو قوماندان عبدالحکيم شجاعي يادونه وکړه چې د ۱۲۰ بېګناه کسانو پر وژلو تورن دی.

هغې زياته کړه: ((که چېرې دغه راپور د يو کس په اړه سم وي نو بيا د ټولو په اړه سم دی، که داسې نه وي نو بيا ابهام رامنځ ته کوي.))

نوموړې پرته له شجاعي د بل چا نوم وانه خيست؛ خو زياته يې کړه: ((په يادو اتو کسانو کې د ځمکو غاصبين، د شخصي زندانونو لرونکي کسان، په قاچاق کې ښکېل کسان شته دي او په افغانستان کې دغه ډول کسان زيات دي نه پوهېږم ولې يواځې د اتو کسانو نوم اخيستل شوی دی.))

خو ګلالۍ وويل چې هغه کسان، چې د بشري حقونو د خپور شوي راپور پر بنسټ د بشر د حقونو پر نقض تورن شوي؛ د ځان د دفاع حق هم لري.

نوموړې بيا د بلخ د سرپرست والي عطامحمد نور په ملاتړ د دغه ولايت د سولې کمېټې او د ځينو مدني ټولنو په همغږۍ د بشر د حقونو په غبرګون د خلکو د لاسليکونو د ټولولو پروسه باندې نيوکه وکړه.

ګلالۍ نور تور پورې کړ چې په دې پروسه کې له زورزياتي کار اخيستل شوی دی.

نوموړي زياته کړه: ((د بلخ د يو وکيل په توګه وايم، چې ځينو خلکو راته د بلخ له ولسواليو زنګ وهلی چې ځينې کسان يا وسله وال يا غير مسوول وسله وال مو د کور شا ته راغلل، ورقې يې راته راوړې او زموږ امضاګانې يې واخيستې، خلک ډار شوي، رانه پوښتنه يې وکړه چې دغه کار ورته ګټه لري که تاوان.))

د هغې په وينا، د بلخ د سرپرست والي په ملاتړ د لاسليکونو د ټولېدو د پروسې په اړه ورته د دغه ولايت له چارکند، چمتال، کشندې او چهاربولک ولسواليو څخه د ځينو کسانو زنګونه راغلي چې خوښه يې نه وه، خو لاسليکونه ترې اخيستل شوي دي.

د ګلالۍ نور په وينا، له چارکند ولسوالۍ ورته يو کس زنګ وواهه چې په ورقو کې د ۶ کلن، اته کلن او لس کلنو ماشومانو د ګوتو نښې هم اخيستل شوې دي.

نوموړې زياته کړه: ((په ياده پروسه کې، زما ګومان په ځينو ځايونو کې له زورزياتي څخه کار اخيستل شوی دی.))

ګلالۍ نور وايي: ((يو څوک چې لکه د بلخ والي په مقام کې اوسي نو خوار ولس يې پر وړاندې نه شي ويلی چې په ملاتړ يې لاسليک نه کوم. هغه ډارېږي چې که امضا ونه کړي نو ممکن څه تاوان ورته ورسېږي.))

نوموړي په بلخ ولايت کې د نشه يې توکو د قاچاق شتون، د ځمکو غصب، پر پوليسو د زورواکو اغېز تاييد کړ؛ خو په دغو چارو کې يې د کوم ښکېل شخص نوم په ډاګه نه کړ.

خو د بلخ د سرپرست والي عطامحمد نور وياند منير فرهاد د ګلالۍ نور ټولې څرګندونې د خندا وړ وبللې.

نوموړي پژواک ته وويل، چې په بلخ ولايت کې ډيموکراسي په ښه توګه پلې ده، په دغه ولايت کې د بيان ازادي او مدني ازادي شته  .

هغه زياته کړه، پر هېچا باندې زورزياتی نه دی شوی او هېچا په بې خبرۍ کې يا له مجبوريت او ډار څخه لاسليک نه دی کړی، بلکې په خپله خوښه يې د خپل والي ملاتړ کړی دی.

د هغه په وينا، اوس خلک دېرش کاله پخواني خلک نه دي چې په پټو سترګو يو کار ترسره کړي او ممکن ځينو هغو کسانو چې نوموړې وکيلې ته زنګ وهلی وي، يو ډول نه يو ډول له والي سره جوړ نه وي.

نوموړي د ګلالۍ نور دغه څرګندونې په کلکو ټکو رد کړې چې په ولسواليو کې کور په کور لاسليکونه ټول شوي؛ زياته يې کړه چې په ولسواليو کې دغه پروسه په جوماتونو کې پرته له کوم زور زياتي د خلکو په خوښه ترسره شوې ده.

د ده په وينا، ياده پروسه د ولايت مقام او د والي له خوا نه ده پيل شوې، بلکې د دغه ولايت د سولې کمېټې او د ځينو مدني ټولنو له خوا پيل او ترسره شوه، چې دوی يې ستاينه وکړه.

منير فرهاد وويل چې دغه پروسه يواځې په بلخ ولايت کې نه، بلکې د هېواد په ټولو ولايتونو کې د عملي کېدو په حال کې ده.

نوموړي زياته کړه چې په بلخ ولايت کې بشپړه شوې چې نږدې يو ميليون کسانو د عطامحمد نور په ملاتړ نومونه ثبت کړي دي.

د هغه په وينا، د شمال زون په ځينو ولايتونو کې ياده پروسه پيل شوې او په نږدې موده کې به د هېواد په ټولو ولايتونو کې د بلخ د والي په ملاتړ لاسليکونه راټول کړای شي.

د بشر د حقونو د راپور له خپرېدو سره د بلخ سرپرست والي د غبرګون په توګه خپل اعتراض ليک له رسنيو سره شريک کړ.

نوموړي د خپل اعتراض ليک په پای کې ليکلي: ((زه د بشر د حقونو د خپاره شوي راپور د بې بنسټه منځپانګې او پر ما د لګېدلو تورونو پر وړاندې په رسمي توګه د اقامې دعوه کوم. د خپلې دعوا صورت به د خپل مدافع وکيل له لارې ملګرو ملتونو او معتبرو نړيوالو سازمانونو ته وړاندې کړم.))

د بلخ سرپرست والي او د جميعت اسلامي ګوند اجرائيه رييس عطامحمد نور د ياد راپور له خپرېدو څخه پنځه ورځې وروسته د تېر کال د کب په ۱۹مه په مزارشريف ښار کې د مارشال محمد قسيم فهيم په تلين غونډه کې وويل چې د بشر د حقونو نړيوال سازمان وروستى خپور شوی راپور د نشه يي توکو د مافيا په فرمايش ليکل شوی دی.

هغه د بشر د حقونو خپور شوی راپور بې بنسټه او له درواغو ډک وباله، زياته يې کړه چې په دغه راپور کې د ده او د هېواد د نورو شخصيتونو په اړه چې کوم تورونه لګول شوي، د نقد کولو اړتيا نه لري.

نور وويل چې دغه راپور د نشه يي توکو د مافيا د هغې کړۍ په فرمايش ليکل شوی چې ګټې يې په بلخ او شمال کې له ګواښ سره مخ شوې دي.

نوموړي زياته کړه، ده چې په بلخ کې د کوکنارو کښت له تېرو لسو کلونو صفر کړی د نشه يي توکو د قاچاقبر تور پرې ځکه لګېږي، هغه موسسې او دفترونه چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په نوم پيسې ټولوي، د بلخ په نوم يې نه شي ټولولی.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.