کابل ( پژواک، ٦ورى ٩٤): د ټېک-نېشن په نامه د ټکنالوجۍ د پراختيا اداره، به په راتلونکو دوو مياشتو کې خلکو ته د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه د انټرنټ له لارې ١٤ “اپليکېشنونه” وړاندې کړي.
ديادې ادارې مشر عمر منصور انصاري وايي چې دغه پروګرام تېره ميلادي مياشت د افغانستان د نوښت لابراتوارونو (آی-لبز – iLabs) په ترڅ کې چې د انټرنيوز موسسې او د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې په مالي مرسته پيل شوى دى.
د هغه په وينا، په دې موده کې د آی-لبزپروګرام له لارې ١٤ اپليکېشنونه جوړ شوي دي.
انصاري وايي چې آی لبز کې ٣٠٠ د ټکنالوجۍ متخصصينو او مدني کارپوهانو په ګډه ددغه اپليکېشنونو پروټوټايپونه (مفکوره ای نسخې) جوړ کړي او موخه يې دا ده چې په هېواد کې ټولنيزو ستونزو ته د ټکنالوجۍ له لارې حل پيدا کړي.
د دې اپليکېشنونو د تشرېح کولو په موخه نن په کابل کې (د افغانستان د نوښت د لابراتوارونو) تر نوم لاندې يوه ناسته جوړه شوې وه.
هغه وايي چې ياد اپليکېشنونه د روغتيا، پوهنې ، کرنې، امنيت، بشري حقونو، چاپېريال ساتنې او نورو برخو کې جوړ شوي دي.
ده د ټولو يادو اپليکېشنونو نومونه ياد نه کړل او زياته يې کړه چې د دې اپليکېشونونو له لارې خلک کولى شي له اړوندو ادارو سره خپلې ستونزې شريکې کړي .
هغه زياته کړه ، خلک به وکولى شي چې له دې اپليکېشنونو دوه مياشتې وروسته د انټرنټ له لارې په کمپيوټرونو او ګرځنده ټيلېفونونو کې ګټه پورته کړي.
هغه دبېلګې په توګه وويل چې که څوک وينې ته اړتيا ولري نو د روغتيا د اپليکېشن له لارې کولى شي وليکي چې وينې ته اړتيا لري.
دى وايي چې دغه پيغام مرسته کوونکي ګوري او بيا له اړ تن سره مرسته کوي.
دى وايي، چې د امنيت د برخې اپليکېشن ته د فرخندې نوم ورکړل شوى دى.
د هغه په وينا، هر هغه څوک چې له امنيتي ستونزې سره مخ کېږي کولى شي د فرخندې د اپليکېشن له لارې خپله ستونزه مطرح کړي.
دى وايي چې دغه ستونزه د دې اپليکېشن له لارې اړوندو چارواکو ته رسيږي او هغوى يې په اړه په وخت اقدام کوي.
فرخنده د کب په ٢٨مه د يو شمېر کسانو له خوا د کابل د شاه دوشمشيره جومات مخې ته په دې تور چې قران کريم يې سوځولى ووژل شوه.
خو پلټونکو ادارو ويلي چې په ياده سيمه کې د قران کريم د سوځېدو نښې نه دي موندل شوي او فرخنده بې ګناه وه .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن