کابل (پژواک، ٦ ورى ٩٤): ولسمشر اشرف غني وايي چې سولې ته د رسېدو لپاره په لومړي ګام کې له پاکستان سره کار کول دي.
ولسمشر دغه څرګندونې امريکا ته د سفر پر مهال د دغه هېواد د سولې انسټيټيوټ ته د وينا پر مهال کړې دي.
هغه د سولې په اړه ويلي: ((زموږ لومړی کار دا و چې ستونزه تعريف کړو، له ستونزې زموږ تعريف دا و چې د افغانستان او پاکستان تر منځ خصومت وجود لري او دغه تعريف په پاکستان کې زموږ سيالانو رد نه کړ.))
د ولسمشر غني په وينا، سولې ته د رسېدو لپاره لومړى ګام له پاکستان سره کار کول دي .
خو هغه زياته کړې: ((دواړه هېوادونه په نا اعلان شوې دښمنۍ کې ښکېل وو.))
نوموړي هيله څرګنده کړې چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د ١٣ کلنې جګړې د پاى ته رسولو او د سولې د خبرو د پيل لپاره به د پاکستان مرسته او ملاتړ ترلاسه کړي.
ولسمشر غني ويلي چې د ٢٠١٤ کال په نومبر مياشت کې افغانستان او پاکستان موافقه کړې وه چې د سولې خبرې اترې بايد پيل شي.
هغه زياته کړې: ((په بنسټيزه توګه د سولې ستونزه زموږ له طالبانو سره نه ده، بلکې اصلي ستونزه د پاکستان او افغانستان تر منځ ده.))
دى وايي، که چېرې د سولې په اړه کومې پرېکړې ته ورسېږي، نو له هغه وروسته عملي کول به يې لويې ننګونې له ځانه سره ولري.
ولسمشر غني د امريکا د سولې انسټيټيوټ ته په خپله وينا کې په تېرو څو کلونو د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د سولې په اړه تړونونو ته په اشارې ويلي چې يو شمېر تړونونه تر پنځو کلونو وروسته بېرته له منځه تللي دي.
هغه زياته کړې: ((دغه تړونونه ځکه ژر بېرته له منځه تللي چې د عملي کولو لپاره يې جدي اقدامات او پاملرنه نه وه شوې.))
ولسمشر غني دغه راز ترهګرۍ ته په اشارې ويلي: ((موږ بايد د ترهګرۍ پر وړاندې رښتيني و اوسو او حقيقت ووايو.))
نوموړي له اسلامي نړۍ وغوښتل چې نه يواځې ترهګري، بلکې د داعش د وسله والې ډلې وحشت هم وغندي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن