خوست ښار (پژواک، ٦ ورى ٩٤): د خوست د مرکز اړوند سوېل لور ته د شمل په خوړ کې د دوو استنادي دېوالونو د جوړېدو چارې پيل شوې.
د خوست د ولايت مقام وياند محمد مبارز ځدراڼ پژواک اژانس ته وويل چې دغه استنادي دېوالونه د کليو پراختيا او بيارغونې رياست په چوکاټ کې د سيکا موسسې له لوري جوړېږي.
نوموړي وويل چې پر دې پروژو څه باندې ۷ ميليونه افغانۍ مالي لګښت راځي چې په جوړېدو به يې د سېلابونو له خطره د شمل خوړ دواړو غاړو ته پرته ۵ زره جريبه ځمکه خوندي شي.
هغه زياته کړه: ((د يوه استنادي دېوال اوږدوالی ۳۰۰ متره او د بل هغه ۲۰۰ متره دی او د جوړېدو چارې به يې په يوه مياشت کې بشپړې شي.))
د دغه ولايت د کليو پراختيا او بيارغونې رييس انجنير محمدعثمان مهيدي پژواک اژانس ته وويل چې دا دېوالونه د کرنيزې ځمکې پر ساتنې سربېره د سيمې د خلکو لپاره ځينې نورې ګټې هم لري.
هغه زياته کړه: ((د ځمکې د ساتنې تر څنګ اوسمهال په دې دواړو پروژو کې ګڼ شمېر وزګارو ځوانانو ته د کار زمينه هم برابره شوه.))
د سيمې يوه اوسېدونکي سيد امين شاه پژواک اژانس ته وويل چې هر کال سېلابونه د دوی زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه له منځه وړي او د مخنيوي وس يې نه درلود.
هغه زياته کړه چې له دې وروسته به نه يواځې د دوی کورونه او کرنيزې ځمکې د سېلاب له خطره وژغورل شي، بلکې هغه ځمکې چې سېلاب زيانمنې کړې دي، له سره ورغوي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن