د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د انټرنټ له لارې به ١٤ "اپليکېشنونه" وړاندې کړي

د انټرنټ له لارې به ١٤ "اپليکېشنونه" وړاندې کړي

Mar 26, 2015 - 18:35

کابل ( پژواک، ٦ورى ٩٤): د ټېک-نېشن په نامه د ټکنالوجۍ د پراختيا اداره، به په راتلونکو دوو مياشتو کې خلکو ته د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه د انټرنټ له لارې ١٤ "اپليکېشنونه" وړاندې کړي.

ديادې ادارې مشر عمر منصور انصاري وايي چې دغه پروګرام تېره ميلادي مياشت د افغانستان د نوښت لابراتوارونو (آی-لبز - iLabs) په ترڅ‌ کې چې د انټرنيوز موسسې او د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې په مالي مرسته پيل شوى دى.

د هغه په وينا، په دې موده کې د آی-لبزپروګرام له لارې ١٤ اپليکېشنونه جوړ شوي دي.

انصاري وايي چې آی لبز کې ٣٠٠ د ټکنالوجۍ متخصصينو او مدني کارپوهانو په ګډه ددغه اپليکېشنونو پروټوټايپونه (مفکوره ای نسخې) جوړ کړي او موخه يې دا ده چې  په هېواد کې ټولنيزو ستونزو ته د ټکنالوجۍ له لارې حل پيدا کړي.

د دې اپليکېشنونو د تشرېح کولو په موخه نن  په کابل کې (د افغانستان د نوښت د لابراتوارونو) تر نوم لاندې يوه ناسته جوړه شوې وه.

 هغه وايي چې ياد اپليکېشنونه د روغتيا، پوهنې ، کرنې، امنيت، بشري حقونو، چاپېريال ساتنې او نورو برخو کې جوړ شوي دي.

  ده د ټولو يادو اپليکېشنونو نومونه ياد نه کړل او زياته يې کړه چې  د دې اپليکېشونونو له لارې خلک کولى شي له اړوندو ادارو سره خپلې ستونزې شريکې کړي .

هغه زياته کړه ، خلک به وکولى شي چې له دې  اپليکېشنونو دوه مياشتې وروسته د انټرنټ له لارې  په کمپيوټرونو او ګرځنده ټيلېفونونو کې ګټه پورته کړي.

هغه دبېلګې په توګه وويل چې که څوک  وينې ته اړتيا ولري نو د روغتيا د اپليکېشن له لارې کولى شي وليکي چې وينې ته اړتيا لري.

دى وايي چې دغه پيغام مرسته کوونکي ګوري او بيا له اړ تن سره مرسته کوي. 

دى وايي، چې د امنيت د برخې اپليکېشن ته د فرخندې نوم ورکړل شوى دى.

د هغه په وينا، هر هغه څوک چې له امنيتي ستونزې سره مخ کېږي کولى شي د فرخندې د اپليکېشن له لارې خپله ستونزه مطرح کړي.

دى وايي چې دغه ستونزه د دې اپليکېشن له لارې اړوندو چارواکو ته رسيږي او هغوى يې په اړه په وخت اقدام کوي.

فرخنده د کب په ٢٨مه د يو شمېر کسانو له خوا د کابل د شاه دوشمشيره جومات مخې ته په دې تور چې قران کريم يې سوځولى ووژل شوه.

خو پلټونکو ادارو ويلي چې په ياده سيمه کې د قران کريم د سوځېدو نښې نه دي موندل شوي او فرخنده بې ګناه وه .

نښه: 

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement