ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر پوهنتون د بنسټ ډبره دويم ځلي کېښودل شوه

د لوګر پوهنتون د بنسټ ډبره دويم ځلي کېښودل شوه

author avatar
26 Mar 2015 - 15:36
د لوګر پوهنتون د بنسټ ډبره دويم ځلي کېښودل شوه
author avatar
26 Mar 2015 - 15:36

پل علم (پژواک، ٦ وری ۹٤): د لوګر پوهنتون لپاره د ٣،٨ ميليون ډالرو په لګښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې نن د رسمي مراسمو په ترڅ کې پيل شوې.

شاوخوا دوه کاله وړاندې هم د دغه پوهنتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه، خو د ناڅرګندو دلايلو له مخې يې د جوړولو چارې وځنډېدې. خو نن يو ځل بيا ولايتي چارواکو او په ولسي جرګه کې د دغه ولايت استازو د پوهنتون د ودانۍ د جوړولو د کار پرانيسته وکړه.

د لوګر سرپرست والي نيازمحمد اميري وويل چې دغه پوهنتون پر پنځه سوه جريبه ځمکه د ٣،٨ ميليون ډالرو په لګښت جوړېږي. د دغو پيسو يو ميليون د لوړو زده کړو وزارت، همدومره نورې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت او يو ميليون هند ورکوي او پاتې نورې يې د نورو هېوادونو له خوا ورته برابرېږي.

د ولايت سرپرست وويل: “په لومړۍ مرحله کې به د تعليم او تربيې پوهنځى، اداري څانګې او د ليليې لپاره ودانۍ جوړې شي او د پوهنتون ځمکه به احاطه شي او نورې ضروري برخې به يې ورغول شي.”

اميري وويل چې د دغه پوهنتون په جوړېدو سره به لوګر په راتلونکي کې په علمي برخه کې لا ډېر وځلېږي او د نورو ولايتونو ځوانانو ته به هم په کې د تحصيل زمينه برابره شي.

د مشرانو جرګې دويم مرستيال محمد اصف صديقي وويل، د ټولنې پرمختګ د علمي او فرهنګي بنسټونو په شتون پورې تړلى دى.

هغه زياتوي: “د هېواد راتلونکى به د هغو کسانو په لاس کې وي چې له همدغو بنسټونو فارغ شي.”

د ولسي جرګې غړي انجنير صاحب خان خروټي د پوهنتون پر جوړېدو خوښي وښوده او له سوداګرو او شتمنو کسانو يې غوښتنه وکړه چې د دغه تحصيلي بنسټ په جوړېدو کې له سيمه ييزې ادارې سره مرسته وکړي.

خو هغه پر حکومت نيوکه وکړه چې ډېر په ځنډ يې په لوګر کې د پوهنتون جوړولو لپاره ګام پورته کړ.

بلخوا د لوګر خلک په دغه ولايت کې د پوهنتون پر جوړولو د خوښۍ څرګندولو تر څنګ وايي چې دا به د دغه ولايت خلکو ته لويه لاسته راوړنه وي.

د لوګر اوسېدونکى او د مدني ټولنې غړى محمد نسيم ستانکزى وايي چې د دوى ځوانان له تحصيل سره ډېره مينه لري او د دغه پوهنتون په جوړېدو به ډېرو کسانو ته د لوړو زده کړو زمينه برابره شي.

ستانکزي زياته کړه: “تر څو چې زموږ ولس تعليم ته مخه نه کړي او لوړې زده کړې ونه کړي، نو په دغه ولايت کې به د هر ډول پرمختګ ستونزمن وي. بې تعليمه کسان د ټولنې لپاره يوه ستونزه ده.”

هغه وويل چې په لوګر کې د پوهنتون په جوړېدو سره به د هغو کسانو ستونزې هوارې شي چې په نورو ولايتونو کې د لوړو زده کړو د پر مخ بيولو توان نه لري.

خو ده هيله څرګنده کړه چې دغه ځل د پوهنتون د جوړولو چارې د تېر ځل په څېر يواځې د بنسټ تر ډبرې محدودې پاتې نه شي او کارونه يې پر خپل وخت بشپړ شي.

د يادولو ده چې دوه کاله مخکې د لوړو زده کړو د پخواني وزير عبيدالله عبيد د دندې پر مهال د لوګر د التمور په دښته کې د پوهنتون ډبره کېښودل شوه، خو د جوړولو چارې يې تر نن ورځې پورې د ناڅرګندو دلايلو له مخې پيل نه شوې.

که څه هم دغه ځل د پوهنتون لپاره د پل علم ښار اړوند د شېردروازې په سيمه کې ځمکه ځانګړې شوې، خو يو شمېر کسان يې د ځمکې د ملکيت دعوه لري.

د حاجي فضل اغا په نوم يو سپين ږيرى وايي، په کومه ځمکه کې چې پوهنتون جوړېږي دا د دوى شخصي ملکيت دى او ټول اسناد او مدارک يې په واک کې لري.

دى وايي چې والي له دوى سره له مشورې پرته پر دغه کار لاس پورې کړى دى.

فضل اغا وايي، که حکومت د دوى غږ وانه وري نو دوى به د اعتراض په توګه لاريون وکړي.

خو د ولايت سرپرست وايي چې دا ټولې ځمکې دولتي دي او د دغو خلکو د ملکيت اسناد جعلي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.