ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ډيورنډ کرښې سره سرحدي ځواکونو ته د تيارسئ امر شوى

له ډيورنډ کرښې سره سرحدي ځواکونو ته د تيارسئ امر شوى

author avatar
26 Mar 2015 - 14:21
له ډيورنډ کرښې سره سرحدي ځواکونو ته د تيارسئ امر شوى
author avatar
26 Mar 2015 - 14:21

جلال اباد (پژواک، ۶ وری ۹۴): چارواکي وايي چې د ډيورنډ کرښې هغې غاړې ته د پاکستاني پوځيانو له خوا له پيل شوو عملياتو سره هم مهال يې خپل سرتېري تيارسئ کړي او د ورته عملياتو پلان لري.

پاکستاني پوځيانو له تېرو څو ورځو راهيسې د قبايلي سيمې د تيراه په سرحدي برخو کې پوځي عمليات پيل کړي چې له کرښې دېخوا د ننګرهار د نازيانو ولسوالۍ په څېر له ځينو سيمو سره نږدې دي.

د پاکستاني پوځي چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغو عملياتو کې تر اوسه تر ١٢٠ وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور   ټپيان دي.

د دوى په وينا، ټاکل شوې د (خيبر٢) په نوم د دغو عملياتو دويمه لړۍ هم په نږدې ورځو کې پيل شي.

د کرښې هغې غاړې ته د عملياتو پر مهال په کور دننه اندېښنه وي، چې ګني وسله وال به دېخوا را واوړي او بريدونه به کوي، خو په ختيځ کې چارواکي وايي چې دلته ته يې خپل سرتېري تيارسئ کړي دي.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سرحدي زون درستيزوال سمونوال محمدايوب حسين خېل د وري په ۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سرتېري به يې په سيمه کې د وسله والو د تګ راتګ مخنيوی وکړي.

حسين خېل زياته کړه، هيچا ته اجازه نه ورکوي چې له کرښې واوړي او پر ګاونډي هېواد بريد وکړي او همداشان دېخوا را اوړي او دلته بريد وکړي.

نوموړي د پژواک د دې پوښتنې په ځواک چې د کرښې هغې غاړې ته د پاکستاني پوځيانو د پيل شوو عمليات له امله خو به دېخوا ته د وسله والو د را اوښتو وېره نه وي؟ وويل: ((موږ هم په ځينو سيمو کې چاڼيز عمليات پلان کړي چې په ننګرهار، کونړ او نورستان ولايتونو کې به ډېر ژر پيل شي، زموږ سرتېري د تيارسئ په حال کې دي او هيچا ته به اجازه ورنه کړو چې دېخوا را اوړي او زموږ د ولسونو ژوند نا ارامه کړي.))

د ننګرهار د نازيانو ولسوال قاضي محمدعيسی عمر مني چې دې ولسوالۍ ته څېرمه د ډيورنډ کرښې هغې غاړې ته د پاکستاني پوځيانو عمليات پيل شوي دي.

ولسوال پژواک اژانس ته ويل: ((موږ ته تر اوسه د دغو عملياتو له امله ستونزې نه دي پېښې شوې؛ ځکه دا ولسوالي په ډېرې لرې ساحه کې له تيرا سره ګډه پوله لري، نو دلته نه د ډزو غږونه راځي او نه وسله وال را اوښتی شي.))

د يادې ولسوالۍ په ګاونډ کې د شينوارو د يوې بلې ولسوالۍ “ده بالا” اوسېدونکي عزيز الرحمن پژواک اژانس ته وويل: ((کله کله چې په پاکستان کې عمليات پيل شي وسله وال له پولې دېخوا را اوړي، د ده بالا ولسوالۍ د ګورګورۍ سيمه د نازيانو او د خيبر پښتونخوا له تيرا سره لارې لري، وسله وال پر دې سيمه تک راتګ کوي.))

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.