ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني ته د “غورې رهبرۍ” جايزه ورکړل شوه

ولسمشر غني ته د “غورې رهبرۍ” جايزه ورکړل شوه

author avatar
26 Mar 2015 - 10:57
ولسمشر غني ته د “غورې رهبرۍ” جايزه ورکړل شوه
author avatar
26 Mar 2015 - 10:57

کابل (پژواک، ٦ ورى ٩٤): اتلانتيک شورا دافغانستان ولسمشر اشرف غني ته د غورې رهبرۍ جايزه ورکړه.

له ارګه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني تېره ورځ په ځايي وخت مازديګر مهال په واشنګټن ښار کې د امريکا متحده ايالاتو د سولې انسټيټيوټ او اتلانتيک شورا له خوا په ګډه جوړه شوې ناسته کې ګډون وکړ.

ولسمشر دغه کنفرانس ته په وينا کې ويلي، پر فرخندې بريد چې د هغې د وژنې لامل شو، نه يواځې چې غندي يې، بلکې خپلې دندې ته دوام ورکوي چې دغه موضوع په خپل ټول توان وڅېړي او په دغه ناوړه عمل کې له ښکېلو کسانو سره به سخت قانوني چلند وکړي.

مېرمن فرخنده د تېر کال د کب په ٢٨مه د کابل د شاه دو شمشېره جومات مخې ته خلکو په وهلو، وهلو ووژله او بيا يې د هغې جسد ته اور ورته کړ.

خلکو ويل چې فرخندې قران کريم ته اور اچولى، خو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ويلي چې په ياده سيمه کې قران کريم نه دى سوځول شوى.

ولسمشر تېره ورځ په امريکا کې يوې خبري غونډې ته ويلي چې د دې پېښې په تړاو يې د څه باندې لسو پوليسو دندې ځنډولې او څېړنې ورڅخه روانې دي.

ولسمشر غني وايي: ((دغه موضوع زما لپاره ډېره مهمه ده او زموږ ژمنه دا ده چې په اسانه ترې نه تېرېږو.))

ولسمشر د دې وينا په ترڅ کې د ناامنيو په بېلابېلو اړخونو خبرې کړې او ويلي يې دي چې نا امني نه يواځې سياسي، بلکې جرمي اړخ هم لري.

ولسمشر غني د سولې په اړه ويلي: ((زموږ لومړى اقدام له پاکستان سره سولې ته رسېدل دي او لومړى کار مو دا و چې ستونزه تعريف کړو، له ستونزو څخه مو موخه دا وه چې د دواړو هېوادونو تر منځ ستونزه شته او دا ستونزه زموږ سيالانو هم په پاکستان کې رد نه کړه.))

ولسمشر غني د سيمې او اسلامي هېوادونو په کچه د اجماع پخلى وکړ او څرګنده کړې يې ده چې د افغانستان ثبات د سيمې د ثبات کيلي ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د داعش ځانګړتيا دا ده چې خپل سيالان يا جذبوي او يا يې له ستوني تېروي.

ولسمشر ويلي: ((داعش د افغانستان او سيمې لپاره يو ګواښ دى او له داعش څخه زموږ اخيستنه خپله زموږ په حوزه پورې اړه لري او په دې برخه کې بايد اړينه همکاري ترسره شي، څو موږ د داعش خطر د سيمې او نړۍ په کچه په ښه ډول درک کړو؛ ځکه چې داعش پوله نه پېژني او په ډېره چټکۍ سره پراخېږي.))

ولسمشر زياته کړه: ((هغه قرائت چې داعش يې له اسلام څخه وړاندې کوي، اسلامي نه دى او له اسلام سره هېڅ اړيکه نه لري.))

هغه ويلي چې افغانان د سولې غوښتونکي او په حقيقت کې هغه خلک دي چې د زغم د فرهنګ او د تمدنونو د ډيالوګ د پراختيا غوښتنه کوي او د ريښتيني اسلام استازي دي، نه هغه چې د ښځو او ماشومانو پر وژنه وياړي.

سرچينه ليکي چې وروسته افغان ولسمشر اتلانتيک شورا ته ولاړ او هلته دې يادې شوې شورا له خوا د “غوره مشرۍ” جايزه ورکړل شوه.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.