ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په  کابل ښار کې پرونى ځانمرګى بريد وغندل شو

په کابل ښار کې پرونى ځانمرګى بريد وغندل شو

author avatar
26 Mar 2015 - 11:15
په  کابل ښار کې پرونى ځانمرګى بريد وغندل شو
author avatar
26 Mar 2015 - 11:15

کابل (پژواک، ٦ ورى ٩٤): په کابل ښار کې پرونى ځانمرګى بريد چې په ترڅ کې يې ٤٤ تنو ته مرګ ژوبله واوښته، په پراخه کچه وغندل شو.

د موټر په وسيله دغه ځانمرګى بريد پرون (د وري ٥مه) د مازديګر شاوخوا څلور نيمې بجې د دويمې امنيتي حوزې تر څنګ د مرادخاني په سيمه کې وشو.

د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې ٨ ملکي وګړي وژل شوي، درې پوليس او ٣٣ نور ملکي وګړي چې په کې ښځې او ماشومان شامل هم وو، ټپيان شوي دي.

اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله چې اوسمهال په امريکا کې دى، پرونى بريد په کلکه غندلى دى.

هغه دغه بريد د افغانستان د هغو قسم خوړلو دښمنانو کار وباله چې د پرديو بادارانو مزدوري کوي او د هغوی د خوشحالولو لپاره افغان ملت د غم پر ټغر کېنوي.

نوموړي امنيتي ارګانونو ته دنده سپارلې چې نه يواځې د پېښې د عاملينو په موندلو پسې جدي تحقيقات وکړي، بلکې د مسوولو ادارو په توګه د خلکو د ساتنې لپاره ټول لازم اقدامات ترسره کړي.

ډاکټر عبدالله له وسله والو مخالفينو وغوښتل چې نور د بې ګناه خلکو له وژلو لاس واخلي او د سولې لپاره هڅې پيل کړي.

بلخوا پاکستان هم د کابل پرونى بريد غندلى دى.

په کابل کې د پاکستان سفارت د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا ډول خواشينوونکي او وحشيانه بريدونه په هېڅ ډول حالاتو کې د منلو وړ نه دي.

سرچينې زياته کړې چې دوى د هر ډول ترهګرۍ غندنه کوي.

همدارنګه  په افغانستان کې د ناټو د (پرېکنده ملاتړ) د روزنې ماموريت هم د کابل پرونى بريد په کلکو ټکو غندلى دى.

د ياد ماموريت مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک اژانس په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بريد په داسې حال کې شوى چې ملکي افغانان له خپلو دندو د کورونو پر لور روان وو.

سرچينې زياته کړې چې وسله وال طالبان تل ملکي وګړي په نښه کړي او د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، تېر کال د ملکي تلفاتو ٧٥ سلنه د وسله والو له خوا اوښتي وو.

د ناټو نوي ماموريت ويلي، دوى ژمن دي چې د افغان ځواکونو روزنې، مشورې او همکارۍ ته ادامه ورکړي.

دغه راز په اروپا کې د افغانستان د سولې د کمېسيون مشر قريب الرحمن سعيد هم ياد بريد غندلى دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.