ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د واليبال سيالۍ پاى ته ورسېدې

خوست کې د واليبال سيالۍ پاى ته ورسېدې

author avatar
28 Mar 2015 - 12:13
خوست کې د واليبال سيالۍ پاى ته ورسېدې
author avatar
28 Mar 2015 - 12:13

خوست ښار (پژواک، ٨ ورى ٩٤): په خوست کې د پسرلي په مناسبت د ولايت په کچه د واليبال پيل شوې سيالۍ د مرکز اړوند د وحيدالله په نوم لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د خوست د المپيک امر عزيز ملنګ د يادو سياليو د پای مراسمو پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې دا سيالۍ د خوست د ولايت مقام په همکارۍ د المپيک امريت په چوکاټ کې جوړې شوې وې.

نوموړي وويل چې د واليبال په دغو سياليو کې د مرکز په ګډون له ټولو ولسواليو د واليبال ٢٥ لوبډلو برخه اخيستې وه او يوه اوونۍ يې دوام وکړ.

هغه زياته کړه: ((موږ د دغو سياليو په ترڅ کې يو شمېر غوره لوبغاړي په ګوته کړل. هغوی به د ولايت منتخبې لوبډلې ته جذب کړو او هم به يې د هېواد د واليبال ملي لوبډلې ته ور وپېژنو.))

نوموړى وايي چې د يادو سياليو په پايلوبه کې د مرکز اړوند د وحيد او د تڼيو ولسوالۍ د کامران لوبډلې سره مخ شوې.

ملنګ وويل، د وحيد لوبډلې د دريو لوبو په ګټلو سره د کامران لوبډلې ته ماتې ورکړه او د واليبال د ۲۵ لوبډلو تر منځ يې د سياليو اتلولي خپله کړه.

د خوست د ولايت وياند مبارز محمد ځدراڼ پژواک اژانس ته وويل چې د واليبال له يادو سياليو يې موخه دا وه چې د مرکز او ولسواليو ځوانان سره نږدې شي او خپلې تجربې سره شريکې کړي.

نوموړي وويل، هغه ځوانان چې پر نشه يي توکو روږدي دي او يا په نورو ناوړو کارونو کې لاس لري، له دې لارې کولای شي چې د هغوی د ذهنونو په جوړولو کې زياته مرسته وکړي.

مبارزځدراڼ وويل: ((موږ باور لرو چې ورزش ځوانان يووالي ته سره متعهد کوي. همدارنګه د نشه يي توکو د استعمال، ناوړه دودونو او ورانکارو فعاليتونو پر ضد ګډې مبارزې ته هڅوي.))

د خوست د مرکز اړوند د وحيد لوبډلې چې پايلوبې ته يې لاره موندلې وه، يو لوبغاړي وحيدالله له پژواک اژانس سره په خبرو کې د پسرلي په مناسبت د يادو ترسره شوو سياليو پر جوړېدو خوښي وښوده.

هغه وويل: ((په دې سياليو کې مو ډېرې ښې لوبې وکړې. د ولسواليو د لوبډلو له لوبغاړو سره مو هم وپېژندل. د خلکو د ساعت تېرۍ لپاره هم يوه موقع وه. نندارچيان ډېر راتلل.))

هغه د المپيک له امريته وغوښتل چې د نورو لوبو تر څنګ د واليبال لوبې د ودې او پراختيا لپاره هم لازم کارونه وکړي او په دې برخه کې د دوی ځينې شته ستونزې ور هوارې کړي.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.