ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دايکنډي تښتول شوي ٢٠ کسان خوشي شول

د دايکنډي تښتول شوي ٢٠ کسان خوشي شول

author avatar
28 Mar 2015 - 10:42
د دايکنډي تښتول شوي ٢٠ کسان خوشي شول
author avatar
28 Mar 2015 - 10:42

ترينکوټ- نيلي (پژواک، ٨ ورى ٩٤): د اروزګان چارواکي وايي چې د دايکنډي له کجران ولسوالۍ تښتول شوي ٢٠ کسان بېرته خوشي شوي دي.

ياد کسان چې له کندهاره يې کجران ولسوالۍ ته خوراکي توکي لېږدول، درې ورځې وړاندې د اروزګان په چهارچينو ولسوالۍ کې د وسله والو له خوا له درولو وروسته وتښتول شول.

وسله والو ٢٠ تنه چې موټر چلوونکي او د هغوى کلېنران وو، تر تښتولو وروسته د چهار چينو سرکۍ سيمې ته بيولي وو.

د اروزګان د سرپرست والي وياند دوست محمد ناياب د وري په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد کسان پرون ناوخته خوشي شوي او اوس خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د قومي مشرانو او مخورو په ګډون يې ١٥ کسيزه جرګه يادې سيمې ته له وسله والو سره د خبرو لپاره لېږلې وه.

دى وايي چې د قومي جرګې تر څنګ سيمه ييزې ادارې هم د يادو کسانو په راخوشې کولو کې هلې ځلې کړې دي.

د ناياب په وينا، ياد کسان د چارچينو ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال ملا حکمت الله تښتولي او بنديان کړي وو.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي پرون پژواک ته وويل چې ياد کسان دوى نه دي تښتولي.

هغه زياته کړې وه چې دوى په سيمه کې د جګړې له امله نادرکه شوي دي.

د دايکنډي امنيه قوماندان مل پاسوال جمعه ګلدي ياردم پژواک ته وويل چې ياد ټول کسان له کوم قيد او شرط پرته خوشي شوي دي.

د کجران ولسوال ضامن پويا هم وايي چې تښتول شوي ټول کسان نه خوشي شوي، خو زياتوي چې تر اوسه يواځې درې تنه ولسوالۍ ته رسېدلي دي.

د هغه په وينا، دغه درې کسان موټر چلوونکى، بل قصاب او درېيم د يوه موټر مالک دى.

ولسوال وويل، وسله والو طالبانو ياد کسان په درېيو ډلو کې خوشي کړي، چې لومړۍ ډله رسېدلې او نورې په لاره کې دي.

د يادونې ده، څو اوونۍ مخکې هم پر ياده لويه لار تر ٢٠ ډېر کسان وتښتول شول چې وروسته بېرته خوشي شول.

دغه راز تېره مياشت د کابل –کندهار پر لويه لاره د غزني په شاه جوى ولسوالۍ کې ٣٠ مسافر د وسله والو مخالفينو له خوا وتښتول شول او برخليک يې لا هم نه دى څرګند شوى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.