ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“زورواکي پاکستان ته چاتراش قاچاق کوي”

“زورواکي پاکستان ته چاتراش قاچاق کوي”

author avatar
28 Mar 2015 - 17:01
“زورواکي پاکستان ته چاتراش قاچاق کوي”
author avatar
28 Mar 2015 - 17:01

کابل (پژواک، ٨ ورى ٩٤): د “ختيځ روغتيايي ټولنه” له حکومته غواړي چې د ځنګلونو په اړه پخواني قوانين تعديل کړي او د افغانستان سفيران بايد ګاونډيو هېوادونو ته قناعت ورکړي چې د غير قانوني لرګيو د پلور مخه ونيسي.

دغه ټولنه وايي چې د هېواد د ختيځ او سوېل ختيځو ولايتونو لکه کونړ، نورستان، خوست، پکتيا او پکتيکا په ګډون ډېرى ځنګلونه د زورواکو له لوري وهل کېږي او په ځانګړي ډول د چارتراش لرګي بيا د قاچاق وړونکو له لوري پاکستان ته قاچاق کېږي.

ټولنه زياتوي، چې د هېواد درې سلنه کرنيزه ځمکه ځنګلونه جوړوي او له دريو لسيزو په زياته موده کې د هېواد له اته نيم ميليون جريبو څخه، پنځه نيم ميليون جريبه  ځنګلونه له منځه وړل شوي دي.

ځنګلونه له روغتيايي اړخه، د اوبو او هېواد د پاکوالي او د چاپېريال ساتنې له نظره له سېلابونو او د خاورې د له منځه تلو د مخنيوي لپاره مهم بلل کېږي.

د ختيځ روغتيايي ټولنه (KPHA) د ځنګلونو د نړيوالې ورځې په مناسبت چې د ملګرو ملتونو سازمان د مارچ ٢١مه د يادې ورځې لپاره ځانګړې کړې، وايي چې په هېواد کې د ځنګلونو د وهلو موضوع په داسې يوې معضلې بدله شوې چې هېڅکله هم اړينه ورته پاملرنه نه ده شوې.

د ختيځ روغتيايي ټولنې غړي انجنير عزت الله صديقي نن په کابل کې په يوه غونډه کې وويل: “په ختيځ زون کې ډېرى ځنګلونه د زورواکو له لوري وهل کېږي او له هغه وروسته بيا پاکستان ته لېږدول کېږي.”

هغه زياته کړه چې په دې اړه د وزيرانو شورا له لوري بېلابېلې مصوبې، رسمي لارښوونې او حکمونه صادر شوي او واليانو ته هم لېږل شوې، خو په هېواد کې د شته ستونزو له امله دغه لارښوونې نه دې عملي شوې.

صديقي زياته کړه چې ياد ځنګلونه له رېښو وهل کېږي او د دوباره زرغونېدو امکان يې هم نشته.

نوموړي له حکومت وغوښتل چې د ځنګلونو په اړه پخواني قوانين تعديل کړي او په دې اړه نوې مقررې او لايحې چمتو او عملي کړي. پر دې سربېره د افغانستان سفيران بايد ګاونډيو هېوادونو ته قناعت ورکړي چې د افغانستان د غيرقانوني لرګيو د پلور مخه ونيسي.

هغه وايي، چې حکومت بايد ژر تر ژره د ځنګلونو د غيرقانوني لرګيو د سوداګرۍ مخه ونيسي او په دې اړه بايد بديلې او اغېزناکې لارې چارې ولټوي.

د ختيځ روغتيايي ټولنې غړي زياته کړه: ” که چېرې دا ستونزه په همدې ډول دوام وکړي نو نه به دولت او نه هم خلکو ته د ځنګلونو ګټه ورسېږي، يوازې د هغه شمېر کسانو جېبونه پرې ډک شي چې د هېواد برخليک ورته کوم اهميت نه لري.”

هغه ژمنه وکړه چې له دې وروسته به هڅه وکړي چې د ځنګلونو ساتنه د دولت تر څارنې لاندې راولي، څو له حاصلاتو يې خلک او خپله دولت ګټه پورته کړي.

صديقي په دې ټينګار وکړ چې د هېواد په مرکزي ولايتونو لکه بادغيس او غور کې هم ځنګونه شته او د سيمه ييزو زورواکو تر ګواښ لاندې دي، چې ټول خلک يې پېژني.

د ختيځ روغتيايي ټولنې مشر سيد حبيب اروال وويل: “د ځنګلونو وهل پر اوبو او هوا منفي اغېز لري نو پر دې بنسټ موږ تصميم ونيو چې يوه ورځ د ځنګلونو د ملي ورځې په نوم ونمانځو او په دې اړه شته ننګونې دولت ته وړاندې کړو. “

هغه زياته کړه چې د ختيځ روغتيايي ټولنه په ١٣٩١ لمريز کال کې د ټول طيبي پرسونل په مرسته رامنځته شوې او دا يوازې د هېواد د ختيځ زون لپاره کار نه کوي، بلکې داسې يو بنسټ دى چې د ځنګلونو له وهلو څخه د مخننيوي په موخه د هېواد په کچه مسووليتونه احساسوي.

Visits: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.