ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فيروز : د درملو ٧٠ شرکتونه او کمپنۍ په تور لېست کې راولو

فيروز : د درملو ٧٠ شرکتونه او کمپنۍ په تور لېست کې راولو

author avatar
28 Mar 2015 - 19:03
فيروز : د درملو ٧٠ شرکتونه او کمپنۍ په تور لېست کې راولو
author avatar
28 Mar 2015 - 19:03

جلال اباد (پژواک، ۸ وری ۹۴): د عامې روغتيا وزير د خصوصي روغتونونو روغتيايي خدمات غير معياري وبلل او هم مهال يې ياودنه وکړه چې ډېر ژر به تر ۷۰ د بې کيفيته درملو واردوونکي شرکتونه او کمپنۍ په تور لېست کې شامل کړي.

د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروزالدين فيروز دا څرګندونې د وري په ۸ مه ننګرهار ولايت ته د سفر پر مهال د يو شمېر قابلو د فراغت په غونډه کې وکړې.

د ۵۵ په شمېر قابلې د ننګرهار روغتون د صحي انيسټيټيوټ له دوه کلنې دورې فارغې شوې او د دغه ولايت په بېلابېلو روغتونونو کې به پر دندو وګومارل شي.

د عامې روغتيا وزير په دې اړه د غونډې په څنډه کې رسنيو وويل: ((په هېواد کې تر ۷۰ داسې شرکتونه شته چې بې کيفيته او غير معياري درمل واردوي، موږ يې په تړاو څېړنې پيل کړې او ډېر ژر به دا شرکتونه او جوړوونکې کمپنۍ يې په تور لېست کې شامل کړو.))

د عامې روغتيا وزير د پژواک اژانس د دې پوښتنې په ځواب کې چې دا درمل له کومو هېوادونو افغانستان ته راوړل کېږي؟ وويل: ((له پاکستان، هند، چين او يو شمېر نورو هېوادونو دا درمل راوړل کېږي، موږ په کې يو شمېر داسې شرکتونه په نښه کړي چې غير معياري درمل را واردوي، موږ به دا درمل او شرکتونه تور لېست کې شامل کړو.))

د نوموړي په وينا پر دې سربېره به د هېواد په څلورو مرکزي ولايتو کې د درملو د کيفيت د کنټرول مرکزونه جوړ کړي چې له امله به يې د بې کيفيته درملو د وارداتو مخنيوی وشي.

ډاکټر فيروز زياته کړه: ((په کابل کې د درملو د کيفيت معلولو پر مرکز کار پيل کړی چې په درې مياشتو کې به ګټې اخيستنې ته وړاندې شي، ورپسې په ننګرهار، کندهار او هرات ولايتونو کې ورته مرکزونه جوړوو.))

د عامې روغتيا وزير پر دې سربېره په هېواد کې د خصوصي روغتونو پر خدماتو نيوکې وکړې او د هغوی کارونه يې غيرې معياري وبلل.

ده يادونه وکړه: ((موږ ډېر خصوصي روغتونونه لرو خو بدبختانه بايد ووايم چې خدمات يې تر ډېره معياري نه دي، موږ له خصوصي روغتونونو ليدنې کتنې پيل کړې، د ښه کيفيت په تړاو به ورسره خبرې وکړو، اول به توصيه وي، دويم ځل يې جريمه کوو او درېيم ځل لپاره به يې د ناسمو کارونو له امله چارې بندوو.))

نوموړي د روغتيا په برخه کې پر دولتي کچه هم د ځينو ستونزو يادونه وکړه چې په وينا يې، په ټوله کې يې يو شمېر افغانان اړ کړي چې بهرنيو هېوادونو ته د درملنې لپاره ولاړ شي.

ډاکټر فيروز زياته کړه: ((د روغتيا به برخه کې د ښو خدماتو نه وړاندې کولو له امله هر کال د ۳ ميليونه ډالرو په مصرف سره افغانان بهرنيو هېوادونو ته د درملنې لپاره ځي.))

هغه د پژواک خبريال د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((په لرو پرتو سيمو کې رښتيا هم د ښځينه ډاکترانو کموالي يوه ستونزه ده چې له پخوا پاتې ده، اوس موږ په پلان کې لرو چې لومړی په هغو سيمو کې قابلګانې وروزو ځو همالته دندې ترسره کړي، دويم پلان دا دی چې موږ په لوړ معاش ځيني ډاکتران لرو پرتو سيمو ته لېږو چې خدمات وړاندې کړي.))

د نوموړي په وينا، د همداسې پلانونو له مخې نن د ننګرهار له صحي انسټيټيوټ څخه د ۵۵ په شمېر قابلې له دوو کلونو زده کړو وروسته فارغې شوې چې په خپلو سيمو کې به پر دندو وګومارل شي.

بلخوا د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله کامه وال وويل چې د دغو قابلو په روزنې سره به د زېږېدنې پر مهال د مور او ماشوم د مړينې کچه نور هم راکمه شي.

کامه وال وويل: ((موږ په صحي انيسټيټيوټ کې د قابلګۍ او نرسنګ څانګې درولوې، سږکال به دا ځانګې نورې هم زياتې شي، ۱۰ کاله مخکې په ننګرهار کې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مېړنې کچه بېخې ډېره وه خو اوس دا کچه د قابلو د وژنو له امله ډېره راټيټه شوې ده.

له دغه انيسټيټيوټ څخه يوې فارغې شوې قابلې مريم پژواک اژانس ته وويل چې په دوه کلنه دوره کې ډېر مهارتونه او زده کړې ترلاسه کړي او هيله ده چې په دولتي روغتونونو کې ورته د دندې زمينه برابره شي.

نوموړې وويل: ((د اړتيا پر مهال په ولسواليو کې هم دندې ترسره کوو، خو که امنيت مو ونيول شي.))

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.